د کندوز په پوهنې ریاست کې د مامورانو د مقررۍ لهپاره ځانګړي نرخونه ټاکل شوي.
د کندوز د ښار په مرکز کې د مدیر څوکۍ په ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ، د سرښوونکي څوکۍ په ۸۰ زره، د ښوونکي هغه له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره افغانۍ، په ولسوالیو او امن ځایونو کې مقرري په ۵۰ زره افغانۍ او په لېرې پرتو سیمو کې بیا له ۲۰ څخه تر ۳۰ زره افغانیو پورې نرخ ټاکل شوی دی دی.
پخوا به يې ويل، که مرګ غواړې کندوز ته ولاړ شه، خو دغه ولايت ته چې نوی والي صاحب تللی، متل يې بدل کړی، اوس که لږې پيسې هم لرې، ځه کندوز ته ولاړ شه، هلته دولتي څوکۍ د غلو په نرخ مارکېټ ته وړاندې شوې دي، څوکۍ واخله، په خلاص لاس فساد وکړه او خپل سر څلور چنده نغد کړه، بېرته راځه.
البته پخوانی متل لا هم کار ورکوي، کندوز ته له تګ سره مرګ هم تړلی دی، ځکه د هغه ولايت په شته ادارو کې پراخ فساد د دې لامل شوی دی چې نه يې د اوسېدونکيو سر خوندي دی، نه يې پر مال څوک سرپه کوي.
په دغه ولايت کې له مودو راهيسې دولتي زورور او ادارې تر غوږونو په فساد کې ډوبې دي.
همدا فساد و چې دوه ځله يې کندوز سقوط کړ، خلک شهيدان شول، ادارې ونړېدې، د سرتېريو پرېمانه سپکې و درنې وسلې، موټرونه او نور امکانات په داسې توګه طالب اورپکيو ته وسپارل شول، لکه څوک چې کډه باروي، د دفترونو مېزونه، څوکۍ او کمپيوټرونه لوټ شول، حتا د خلکو دوکانونه يې چور کړل، پر عزتونو حملې وشوې، کټ مټ لکه کابل چې د مجاهدينو؟ لاس ته لوېدلی و، کندوز همداسې د طالبانو او پخوانيو مجاهدينو په ګډ پلان د لنډهغري يرغمل و.
د تش او لوټل شوي کندوز تر بېرته نيولو وروسته ولسمشر ولاړ، په تشو دهلېزونو کې يې څو بېخونده چيغې ووهلې، ځينو همدې فاسدو چارواکيو ته يې مډالونه لا پسې ورکړل او نر غوندې بېرته کابل ته راورګرځېد، انا مړه شوه، خو تبه يې تر اوسه پرې نهشوه.
دا تبه د فساد تبه ده او کندوز يې په هډوکيو نيولی دی.
کندوز ته د نوي والي له تګ سره لږ لږ داسې تمه کېده چې ګوندې فساد به لږ کم شي، خو د والي تګ د فساد پر لمبو د تېلو شيندل و.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې والي صاحب الحاج اسدالله عمرخېل د دې پر ځای چې د نورو د فساد مخه ونيسي، خپله يې حملې پيل کړې او تر هر څه وړاندې يې پر ریاستونو باندې باج حواله کړ.
ښاروالي، مستوفیت، د شېر خان بندر ګمرک، ټرانسپورټ او ټولې هغه ادارې چې عایدات لري ښاغلي الحاج والي صاحب ته میاشتنی باج ورکوي.
په دې اخيرو ورځو کې وايي، د حاجي والي صاحب اقتصاد ماشاالله ښه وده کړې ده، په ترکيه کې خدای يو ښايستوکی کور ورکړی او په دوبۍ کې يې هم سوداګري سور نيولی دی.
د والي يو اوښی مطلب خان صاحب د کندوز په معارف رياست کې د بشري منابعو مدير دی، د پيسو په راټولولو ستړی شوی او والي صاحب هم قسم کړی دی چې که چا د ده له اوښي څخه شکايت وکړ، د اوښي رتبه نوره هم پخوي.
د معارف ریاست بخت پر دې هم کار کوي چې د ښاغلي ریيس صاحب رستم خان یو د ترور زوی مبشیر د کندوز د څارنوالۍ ريیس دی او بل د ترور زوی شاه پور يې چې د مبشیر ورور دی، په امنیت شورا کې دنده لري.
دغه ښاغلی چې کندوز ته ولاړ شي، داسې ښيي لکه د ټولو ادارو مسوول شخص چې تللی وي او پر ریاستونو په دې خاطر ګرځي چې خپل نمایش وکړي.
یوه ورځ د کندوز کوم ځوان د معارف د فساد په اړه په فېسبوک کې څه لیکلي وو، شاهپور ورته له ارګه زنګ وهلی چې که په معارف کې دې کار بند وي لیکل پسې مه کوه، ورشه چې ستونزه دې حل کړي.
د کندوز په پوهنې ریاست کې د مامورانو د مقرري لهپاره ځانګړي نرخونه ټاکل شوي.
د کندوز د ښار په مرکز کې د مدیر څوکۍ په ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ، د سرښوونکي څوکۍ په ۸۰ زره، د ښوونکي هغه له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره افغانۍ، په ولسوالیو او امن ځایونو کې مقرري په ۵۰ زره افغانۍ او په لېرې پرتو سیمو کې بیا له ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو افغانیو پورې نرخ ټاکل شوی دی.
تېر کال چې د معارف وزیر د بودیجې د نه مصرفولو په خاطر ولسي جرګې ته وغوښتل شو؛ نو په ولایتونو کې یې ریاستونو ته امر وکړ چې ښوونځي ترمیم کړي او پيسې وپاشي، په دغه ترمیم کې هم د کندوز د معارف ريیس شوړې ووهلې.
د چهاردرې د جمعیت لېسه چې کلونه پخوا یې د ټولګیو بامونه د سپېدار په لرګیو پټ شوي وو، دوباره یې خاورې له بامونو وغورځول شوې او هماغه زاړه لرګي یې رد او بدل کړل او بیا یې ورته پرې سرونه پټ کړل.
د دې لیسې مدیر عید ګل وايي، چېرته يې په کوم مجلس کې د چینجو وهليو او ماتو لرګیو نوم اخيستی و، هماغه و چې د معارف د ريیس صاحب له خوا ورته دوسیه واچول شوه او له هره اړخه تهدید شو.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې اوس وار د چهاردرې د پوهنې د مدير رارسېدلی دی، د والي صاحب زوی خالد عمر غواړي هغه له دندې ګوښه او پر ځای يې د عمرخېل په نامه خپل يو انډيوال مقرر کړي.
د الحاج والي صاحب محترم زوی ويلي چې همدا يې وخت دی چې خپل کسان مقرر کړي، که اوس لاس او پښې و نه وهي؛ نو څه وخت به يې وهي؟
د کندوز د والي وياند نعمت الله تېموري بيا دا نه مني چې په کندوز کې دې فساد شوی وي.
دی وايي، وړاندې به و، خو اوس يې ګراف بېخي راټيټ شوی دی.
د ده په خبره، که څوک اسناد لري، هغه دې دوی ته وړاندې کړي، دوی به د اسنادو په رڼا کې اړوند کسان زندان ته ولېږي.
سرخط ورځپاڼه