استاد شهسوار سنګروال
ستونزې او پرمختګونه،
محمد داود خان په داسې مهال د افغانستان صدراعظم شو چې نړۍ له ژور بدلون سره مخ وه. نوي ټولنيز خوځښتونه مينځ ته راغلل، د دويمې نړيوالې جګړې متحدين يو د بل سيالان شول.
امريکې او شوروي په نوو سياسي هاندو هڅو لاس پورې کړ …امريکا يو شمېر تېر متحدين لا د ځان ملګري کړل او جګړه ځپلي متحدين يې له درانه خوبه را پورته کړل او د خپلو هېوادونو د رغاونې لپاره يې د امريکې په اقتصادي ملاتړ خپل هېوادونه ښاد او اباد کړل.
امريکا او لوېديځ هېوادونه يو موټی شول او د يوه ستر «مارشال پلان» پر بنسټ يې له ۱۹۴۷ کال نه تر ۱۹۵۲ کال پورې خپل هېوادونه په پښو ودرول.
د برېتانيا صدراعظم (۱۹۴۰ – ۱۹۴۵کال) چرچل هم Winston Churchill د امريکا «مزوري» په ايالت کې د ويستمنستر کالج کې په يوې نامتو تاريخي وينا سره نړۍ دېته را وبلله چې د «کمونيزم» راتلونکی ګواښ له پامه ونه غورځوي.
له دې وروسته سړه جګړه پيل شوه. دواړو ځواکمنو (روسيې او امريکې) هېوادونو د نړۍ د ښکېلولو هڅې پيل کړې نړۍ د دوه سترو هېوادونو په ليکه کې ودرېده.
امريکا د شوروي د مخنيوي لپاره د يو شمېر سيمه يیزو هېوادونو پر مټ د سيټو ۱۹۵۴ SEATO، (۱۹۵۵) سينټو CENTO (۱۹۴۹) NATO نظامي او اقتصادي اتحاديې جوړې کړې.
شوروي اتحاد هم د يو شمېر ختيځو هېوادونو پر مټ په (۱۹۵۵) کال د «وارسا» پنوم تړون جوړ کړ. ولې ټوله نړۍ په دغو تړونونو کې ځای نشوه.
د دريمې نړۍ په نوم، يا د غير منسلکو او يا د وروسته پاتې ياد ناپيليون هېوادونو په نوم، يا مخ په ودې ټولنې… اصطلاوې وکارېدې هر نوم چې د سياسي او اقتصادي جوړښت پر بنسټ سم وي، ويبه، خو د ناپېيلوهېوادونو په نوم يوه ټولنه مينځ ته راغله.
د ناپليتوب دغه اند او فکر هغه مهال وغوړېد چې د يوشمېر اسيايي او افريقايي هېوادونو په ګډون په ۱۹۵۵ ز کال د اندونيزيا د «باندونګ» په ښار کې يوه غونډه جوړه شوه.
په دغه وخت کې يوشمېر سياسي شخصيتونه د سياست ډګر ته راووتل چې سياسي رول يې ډېر د پام وړ ګڼلی شو. په دغه لړ کې موږ جمال ناصر، جواهر لال نهرو، د اندونيزيا جمهور ريس عبدالرحيم سوکارنو د ساري په توګه يادولی شو.
د مصر جمهور ريس ناصر د عربي ناسيناليزم غږ پورته کړ، بيا يې په ۱۹۵۶ کال د جولای په ۲۶ نېټې د يوې وينا په ترڅ کې چې سلګونو زرو خلکو په سکندريه کې غونډه کړې وه، د سويز نړيوال کانال ملي اعلان کړ او په دې کار يې برېتانيه او فرانسه دواړه هېوادونه وګواښل.
جمال ناصر «اسوان د پروژې خبره هم را پورته کړه ولې د «اسرائيلو» په سر امريکا له مرستې کولو ډډه وکړه، نو ځکه يې بيا مخ شوروي اتحاد ته واړوه چې د هغه هېواد مرسته ترلاسه کړي.
سوکارنو هم لکه د جمال ناصر په څېر د ناسيوناليزم د ودې او پرمختګ لپاره د باندونګ په کنفرانس ډډه ولګوله. سردار محمد داود خان هم له همدې غورځنګ سره يوځای شو او د افغاني ناسيو ناليزم په رڼا کې د پښتونستان د مسئلې حل وغوښت.
دې موخې ته د رسېدو لپاره يې د اقتصادي او نظامي پرمختګ په هيله امريکا ته د مرستې لاس اوږد کړ.
امريکا لکه څنګه چې د اسرائيلو په خاطر له جمال ناصر سره د «اسوان» د پروژې په تړاو مرسته ونکړه. همدغسې له محمد داود خان سره هم د پاکستان له بابته ونه غوښتل چې له نوموړي سره مرسته وکړي. نو ځکه د هېواد صدراعظم له ډېرو هلو ځلو وروسته، چې په پای کې «نکسن» هم د افغانستان وړانديزونه ونه منل نو ځکه يې بيا شوروي ته د دوستۍ لاس اوږد کړ.
روسانو ان د تزار له مهاله او په ځانګړي ډول د «پتر کبير» له وخته دا هيله لرله چې تودو اوبو يانې د هند سمندرګي ته ځان ورسوي. نو ځکه شوروي چارواکو د افغانستان وړانديز ته غاړه کېښوده.
«دې کې شک نشته چې افغانستان اقتصادي او نظامي ستونزې لرلې، خو پاکستان هم په خپل مټ او ځواک ډاډه نه وو، چې پرته له بهرنيو مرستو د روا او تاريخي غوښتنو مقابله وکړي. يوازې توپير يې په دې کې وو د پاکستان دوست (امريکا) په خپله دوستي ولاړ وو.
او د افغانستان دوست (شوروي) له افغانستان سره په رښتنې مانا مرسته نه کوله… پاکستان هغسې هم نورې سرحدي ستونزې له هند سره د کشمير او حيدراباد په برخه کې لرلې خو امريکا ورسره بېدرېغه مرسته وکړه.»([1])
افغان چارواکو په بېلابېلو وختو کې امريکا او پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږد کړ او غوښتل يې له پاکستان سره له دېپلوماتيکو لارو يوې پايلې ته ورسېږي.
په ۱۹۴۷ ز کال د نوامبر په مياشت کې نجيب الله دېته وګمارل شو چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
نوموړي په کراچۍ کې له ليدلو او کتلو وروسته د پاکستان چارواکو ته درې وړانديزونه وکړل:
۱ – پښتونخوا ته بايد ديوه ځانګړي ولايت نوم ورکړشي.
۲ – د بلوچستان په لوېديځ کې پاکستان بايد افغانستان ته د سمندر لاره پرانيزي او په کراچۍ کې يو خپلواک زون ورکړ شي.
۳ – افغانستان او پاکستان بايد ژمنه وکړي، که چېرې کوم هېواد پرې بريد کوي، بل به ناپېيلی پاتې کېږي.([2])
افغانستان دېر کوښښ وکړ چې د پښتونستان په تړاو نړيوال ملاتړ تر لاسه کړي. ولې برېتانيا په دې لاره کې يو لوی خنډ وه.
افغان چارواکو داسې انګېرله چې يوازې امريکا کولی شي چې د افغانستان او پاکستان تر مينځ سياسي کشاله حل کړي. موږ د مخه دېته اشاره وکړه چې افغان چارواکي پاکستان سره خبرو ته چمتو وو.
«امريکا هم درې وارې د مينځګړيتوب لپاره هلې ځلې وکړې. يو ځل پخپله او وروسته بيا مصر او ترکيې ته يې وويل… افغانستان ومنله، خو پاکستان ټول وړانديزونه رد کړل او دايي خپله کورنۍ مسئله وګڼله.»([3])
افغان چارواکو بيا هم د امريکا له دوستۍ نه لاس وانه خست وړانديز يې وکړ، کوم نظامي کمک چې له پاکستان سره کېږي بايد افغانستان سره هم وشي.
نو بيا يې په ۱۹۵۱ کال د اګست په مياشت کې د وسلو يو لست د يوه رسمي مکتوب په ملتيا د امريکا هېواد ته وړاندې کړ.
امريکا د نوامبر په مياشت کې (۱۹۵۱ ز کال) افغان چارواکو ته وويل: د لست له مخې د وسلو قيمت پنځه ويشت (۲۵) ميلونه ډالرو ته رسېږي چې بايد نقدې ورکړ شي. دا خبره يې هم ور غبرګه کړه چې دا وسلې به د پاکستان له لارې افغانستان ته ځي.
«له ټولو مهمه دا افغانستان بايد ډېر زر د پښتونستان لانجه له پاکستان سره حل و فصل کړي.»([4])
افغان چارواکي په دې پوهېدلي ول، امريکا غواړي چې افغانستان د پښتونستان له مسئلې نه لاس واخلي. ولې دا نه يوازې سردار شاه محمود خان ته د منلو وړ نه وه بلکې له ده وروسته نورو هم د امريکا ټينګار ته غاړه کېنښوده.
وروسته پېښو وښوده چې امريکا د شوروي اتحاد (کمونيزم) د مخنيوي لپاره غواړي پاکستان د يوه مورچل په توګه وکاروي. لکه د کوريا د جګړې (۱۹۵۲ کال) په بهير کې چې دغه حقيقت څرګند شو.
د امريکا چارواکو په ډېرې بېباکۍ د پاکستان پلوي کوله او په خپل دريځ يې د افغانستان پر وړاندې ټينګار کاوه.
په ۱۹۵۱ کال سردار محمد نعيم خان د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ته وويل: که چېرې امريکا له افغانستان سره پوځي مرستې ونکړي، نو موږ به دېته اړ شو چې شوروي ته لاس اوږد کړو.
امريکايي چارواکي ( George Mcghee) په ډېرې سپين سترګۍ د شوروي اتحاد د سفارت د تېلفون نمره پر کاغذ وليکله او بيا يې د محمد نعيم خان په مخ کې کېښوده.
سردار محمد داود خان ته دا هر څه څرګند ول او دې پايلې ته رسېدلی وه چې يا به د پښتونستان له داعيې نه تېرېږم او يا له امريکا نه. نو پر همدې بنسټ يې وپتېله چې له شوروي اتحاد نه پوځي او اقتصادي مرسته ترلاسه کړي. ولې بيا هم د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې د وروستي ځل لپاره يوځل بيا د انکشافي پلان او د هېواد پوځي ودې ته د پرمختيا په موخه پر امريکا غاړه خلاصه کړي چې شپږدېرش ميلونه ډالره مرسته وکړي. ولې څرګنده شوه چې امريکا نه غواړي د محمد داود خان له حکومت سره د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاه مرسته وکړي.
له دې سربېره محمد داود خان هغه مهال ډېر په غوسه شو چې امريکا پاکستان ته ډېره پر مخ تللې وسله ورکړه. نو ځکه صدراعظم په ځغرده پر امريکا نيوکه وکړه چې (۱۹۵۳ کال د سپتمبر ۳۰) پدې کار سره د سيمې انډول له ګواښ سره مخ کېدی شي بيا یې ډېر زر سردار محمد نعيم کراچۍ او سعودي عربستان ته د خبرو لپاره واستوو چې په دې تړاو د دواړو هېوادونو له چارواکو سره وګوري.
کله چې پاکستان د سيتو غړی شو افغانستان لا د ګواښ سره مخ شو. د امريکا د بهرنيو چارو وزير (John foster Dulles) جان فستر دالس د ناپېليون هېوادونو (۱۹۵۶ کال د جون نهمه نېټه) په غونډه کې چې په يوګو سلاويا کې جوړه شوې وه وويل:
هغه هېواد چې د امريکا ملګری نه وي د امريکا دښمن دی، د پام وړ خبره خو دا وه چې په ۱۹۵۳ کال د ډسمبر په مياشت کې چې کله د جمهور ريس مرستيال نکسن کابل ته راغی له محمد ظاهرشاه او نورو حکومتي چارواکو سره وليدل نو بيا يې د اقتصادي ژمنو مرسته وکړه. ولې شرط يې دا وه چې د پښتونستان مسئلې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.
د محمد داود خان د صدارت په مهال د افغانستان او د امريکا متحده ايالاتو تر مينځ په لوړه کچه چې د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې کومې خبرې چې د «ايزنهاور» سره وشوې وروستۍ هيله وه چې ترسره نشوه.
افغان چارواکو، يا ښايي نه يې غوښتل چې په افغانستان کې انډول له مينځه يوسي، يايې په شوروي اتحاد ډېر باور نشو کولای او يا په دې اند چې پاکستان ګوښه کړي، يا ښايي دا ټولې خبرې له مجبوريتونو سره سره په خپل ځای وې… نو ځکه محمد داود يوځل بيا سردار محمد نعيم خان په ۱۹۵۴ کال د اکتوبر په مياشت کې واشنګټن ته واستوو چې له «جان فسټر دالس» سره چې دغه مهال د دولت منشي وه تېر وړانديزونه ور غبرګ کړي.
«ولېبيا هم نومړي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزير محمد نعيم خان فشار راوړ چې د پښتونستان مساله بايد له پاکستان سره حل شي.»([5])
نه يوازې د پاکستان او افغانستان تر مينځ سياسي اخ وډب پای ته ونه رسېده بلکې پاکستان په ۱۹۵۵ کال د مارچ په مياشت کې د بنګال د غوښتنو په وړاندې يو «يونټ» را مينځته کړ چې پښتونخوا (صوبه سرحد) سيند او بلوچستان «پنجاب» پورې وتړل شول چې ګني لوېديځ پاکستان د شرقي پاکستان په پرتله د رهبرۍ وړتيا لري. دا کار افغانستان ته د منلو وړ نه وه او د پاکستان د دې خبرې مانا دا ګڼله چې دا د پښتنو حقوقو پر وړاندې څرګنده سرغړونه ده نو ځکه يي د پاکستان حکومت ته يو احتجاجيه ليک وسپاره.
بيا په ننګرهار، کندهار، کابل او د هېواد په يوشمېر نورو سيمو کې د پاکستان په وړاندې په مظاهرو او لاريونونو لاس پورې کړ. د پاکستان د سفارت ښيښې يې ماتې کړې او بيرغ يې وسوځوه.
د پاکستان د يونټ په وړاندې د افغانانو غبرګون سيمې او نړۍ ته د پام وړ وګرځېد.
د پاکستاني چارواکو غبرګون هم ورته بڼه لرله. يو شمېر ګمارل شوو کسانو د پېښور او کوېټې په قونسلګريو بريد وکړ او په ځانګړي ډول يې د پېښور قونسلګرۍ ته ډېر زيان واړوه او بيرغ يې هم وسوځوه.
د پېښور افغان قونسلګرۍ په ناپوهۍ سره ډېر زر اوښتۍ زيان ورغوه ولې پاکستان د سياسي موخې له مخې د بيرغ د سوځېدلو او سفارت ته د زيان اوښتلو مساله د ټولې نړۍ غوږو ته ورسوله او يو شمېر اسلامي هېوادونو لکه عربستان، مصر، عراق او نورو د پاکستان د بيرغ سوځولو موضو د پاکستان د هېواد سپکاوی وګاڼه.
پاکستان د کسات د اخستلو په پلمه د افغانستان او پاکستان تر مينځ لويه غځېدلې لاره بنده کړه او د افغانستان په ترانزيت يې بنديز ولګوه.
افغان چارواکو له يوې خوا امريکې ته وړانديز وکړ چې د دواړو هېوادونو کشالۍ ته دې د پای ټکی کېږدي او له بلې خوا يې له ايران نه وغوښتل چې د «چاه بهار» له لارې د ترانزيت ستونزه حل کړي. ولې دواړو هېوادونو دا و نه منله.
افغانستان چې د دواړو ګاونډيو (پاکستان او ايران) په نيت پوهېدلی وه او له ډېرو هلو ځلو وروسته له امريکا متحده ايالاتو نه هم نهيله شو. نو بيا يې يوه لويه جرګه را وبلله.
لويه جرګه (۱۹۵۵ کال):
د افغانستان او پاکستان تر مينځ کړکېچ لا کابو شوی نه وو چې په همدې بهير کې په ۱۹۵۵ کال د نوامبر په شلمه (۲۰) نېټه لويه جرګه را وبلل شوه چې پنځه ورځې يې دوام وکړ.
د جګړې پرېکړه دا وه چې د پښتونستان داعيه بايد دوام پيدا کړي او د دې لپاره چې افغانستان پوځي وړتيا ولري، غوره به وي چې له هر هېواده غواړي سلا ترلاسه کړي بايد لاس په کار شي. افغانستان ته په کار دي چې يو پياوړی پوځ ولري. او د داسې پوځ لپاره وسلو او پيسو ته اړتيا ده.
د جرګې له پايلو لږه موده وروسته د افغانستان د دولت په بلنه په ۱۹۵۵ ز کال د ډسمبر په مياشت کې د شوروي اتحاد د دولت او کمونست ګوند مشران بلګانين او خروشچف افغانستان ته راغلل.
دوی نه يوازې د لويي جرګې پرېکړه او د پښتونستان داعيه پر ځاي وګڼله بلکې ژمنه يې وکړه چې له افغانستان سره به هر اړخيزه پوځي او اقتصادي مرسته هم وکړي.
د دې لپاره چې خپله غوښتنه او ژمنه يې افغان چارواکو ته ډاګيزه کړې وي سل (۱۰۰) ميلونه ډالره مرسته يې اعلان کړه.
د لوډيک اډاميک په قول:
«د محمد داود خان حکومت سربېره پر دې چې په افغانستان کې شوروي اغېزې ته مخه ورکړه خو له دې سره جوخت يې د هېواد ناپېلتوب هم وساته.»([6])
د افغان او شوروي چارواکو له اوږدو خبرو وروسته دواړو لورو په دې ټينګار وکړ چې د پښتونستان له دعيې نه به د پښتونستان د خلکو له غوښتنې سره سم هر اړخيزه ملاتړ کوي. د دواړو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې راغلي ول:
«دغه ملاتړ د پښتونخوا د خلکو له غوښتنو سره تړاو لري. د شوروي او افغان حکومتونه د ملګرو ملتو له منشور سره سم د نړۍ د هغو خلکو ملاتړ کوي چې تر اوسه يې خپله ازادي نه ده تر لاسه کړې.»([7])
اقتصادي پرمختګونه:
د محمد داود خان د صدارت د مهال، هغه څه چې د ژبې په سرو و هغه لومړی پنځه کلن اقتصادي پلان وو چې په ۱۹۵۶ کال د سپتامبر په دوه ويشتمې (۲۲) نېټې (۱۳۳۵ هـ د تلې لومړۍ نېټه) را مينځ ته شو.
صدراعظم دېته ژمن وه چې يو رهبري شوی او پلان شوی اقتصاد ورغوي. ده د افغانستان له سياسي، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سره مينه درلوده. محمد داود خان هوډ کړی وو چې د افغانستان په پوځي او اقتصادي چارو کې به ستر بدلون راولي او دا بدلون هغه مهال شونی وو، چې يوشمېر پرمختللو هېوادو ته د مرستې لاس وغوځوي.
که څه هم افغانستان په ۱۹۵۵ کال د اګست په (۱۱) نېټه د درې (۳) ميلونو ډالرو په بدل کې له چک سلواکيا نه يوڅه وسلې ترلاسه کړې. ولې بيا هم افغانستان په سيمه کې د وسلو پوځي انډول نشو ساتلی.
افغان چارواکي دې پرېکړې ته رسېدلي ول چې پرته د امريکا او شوروي اتحاد له اقتصادي او پوځي مرستو نه افغانستان پنځه کلن اقتصادي پلان نشي پلې کولی.
که څه هم له تېرو حکومتونو نه سردار محمد داود خان ته يوڅه اقتصادي پرمختګونه په ميراث پاتې وو چې موږ د سوداګريزو توکو تبادله د ملي بانک د بنسټونو پياوړتيا، د ملي صنايعو وده او پرمختګ، د پلخمري نساجي فابريکې توليدات، په هېواد کې د برېښنا پراختيا او پرمختيا، د د بغلان د قند جوړولو فابريکه، د سړکونو جوړول او په لسګونو دا ډول پرمختګونه د کرهڼې، سوداګريزو او لاسي صنايعو په چارو کې د بېلګې په توګه يادولی شو.
کله چې د محمد داود خان د صدارت په مهال د شوروي اتحاد ګوندي او دولتي مشران افغانستان ته راغلل د افغانستان د اوږد مهالو اقتصادي پروژو د ودې لپاره يې افغان چارواکو ته ټټر وواهه.
په ۱۹۵۶ کال د مارچ په مياشت کې د يوشمېر پروژو اعلان وشو چې د اوږد مهالو پورونو په ورکړه به ترسره کېږي. لکه د اوبو او برښنا د بندونو جوړول او رغول، د شېرخان بندر د سړک کار، د سالنګ تونل ايستل چې درې کيلو متره اوږد وو، د هوايي ډګرونو رغول او د شوروي په مرستو يوشمېر نورې پروژې يادولی شو.
په دغه وخت کې يو شمېر اقتصادي او ټولنيزې پروژې په ټوله کې يادولی شو چې د پام وړ ګڼل کېږي. راواخله د کابل – کندهار او سپين بولدک تر مينځ، کابل او تورخم، هرات او کشک سړکونه د بېلګې په توګه د پام وړ دي.
د نغلو د پروژې د اوبو برېښنا د ۶۶ زرو کيلوواټو، د ماهيپر پروژه د لس زره کيلو واټو، د درونټې برېښنا بند پروژه يوولس زرو کيلو واټو په ظرفيت جوړې شوې. د نفت او ګاز د تفحصاتو کار، د ډبرو سکارو توليد، په شمال کې د کيمياوي کود پروژه، د غوري سمنټ فابريکه، د کابل جنګلک او نورې وړې وړې پروژې د يادولو وړ دي.
که څه هم په يادو پروژو کې د امريکا د متحده ايالاتو ونډه د شوروي اتحاد په پرتله لږ وه، ولې بيا هم د کابل کندهار، کابل تورخم، سړکونه د هلمند او کابل پروژې د دوی د مرستو بېلګي دي.
هغه مهال چې په ۱۹۴۹ ز کال د شوروي اتحاد مشر ستالين د پاکستان صدراعظم لياقت علي خان ته بلنه ورکړه چې مسکو ته راشي. ولې نوموړی د مسکو پر ځای د امريکا سپينې ماڼۍ ته لاړ. لکه څنګه چې امريکا ته پاکستان مهم وه دا رنګه شوروي ته افغانستان هم مهم شو.
پاچا او صدراعظم په دې هڅه کې ول چې له هرې لارې کېږي پنځه کلن پلان چې د عبدالمالک خان عبدالرحيم زي په نوښت او وړانديز طرحه شوی وو بايد پلې شي او عملي بڼه خپله کړي.
افغان چارواکو د شوروي کارپوهانو پر مټ له ۱۹۵۶ کال، د مارچ له مياشتې نه را واخله تر ۱۹۶۱ کال پورې لومړنی پنځه کلن پلان تر لاس لاندې ونيو.
شوروي چارواو د ۱۹۳۱ کال تړون د لسو کالو لپاره نور هم وغوځوه او بيا يي په دې ټينګار وکړ چې له افغانستان سره به په اقتصادي او پوځي (د پښتونستان په شمول) چارو کې مرسته کوي. حال دا چې امريکا په ۱۹۵۶ کال د ډيورنډ کرښه د نړيوال سرحد په نوم ځکه ياده کړه چې دواړه هېوادونه د سياتو غړي ول.
په ۱۹۵۶ کال د شوروي اتحاد يو پوځي پلاوی افغانستان ته راغی چې د يوې نوې او عصري اردو بنسټ له سره ورغوي او ورسره جوخت يوشمېر کارپوهان د سلاکارانو په توګه افغانستان ته ولېږي او هم يوشمېر ځوانان د لوړو زدکړو لپاره په اقتصادي او پوځي چارو کې ور وځي.
د شوروي اتحاد اقتصادي مرستې په دومره چټکۍ ترسره شوې چې په ځانګړي ډول يې د اوږد مهال لپاره دومره پورونه افغانستان ته ورکړل چې په پوځي برخه کې الوتکې، ټانکونه، سپکې او درنې وسلې پرې را ونيسي.
د شوروي دغه مرستې لوېديځې نړۍ ته داسې اندېښنې راولاړې کړې چې د «تايم مهالنۍ» سردار محمد داود خان ته د «سره شهزاده لقب ورکړ».([8]) او ايران هم په دې نوم يادوه. امريکا د دې لپاره چې افغانستان بيخي له لاسه ورنکړي، وې پتېله چې له افغانستان سره اقتصادي مرسته وکړي او هم يوشمېر ځوانانو ته د لوړو زدکړوزمينه برابره کړي. د ملګرو ملتو ادارې هم د امريکا متحده ايالاتو (I.C.A = A.I.D) د انترنېشنل کوپرېش اډمنسټرېشن (ايجنسي فار انترنېشل ديويلپمنټ)له خوا له افغانستان سره اقتصادي مرستې پيل کړې.
عبدالرحيم زی د ماليې د وزير په توګه د شوروي اتحاد، امريکې او نورو هېوادونو په مرسته د «مختلط اقتصاد» اند او نظر چې په ګڼ شمېر نا پېيلو او وروسته پاتې هېوادونو کې دود وه را مينځته کړ.
نوموړي چې لوړې زده کړې يې په پوځي چارو او په ځانګړي ډول د اقتصادي ودې (اتاتيزم) په هکله په ترکيه کې سر ته سولې وې، ويې غوښتل چې په افغانستان کې يې عملي کړي.
د دغه پلان پانګه لږ تر لږه اته نيم زرو (۸٫۵) ميلونو افغانيو ته رسېده چې پنځوس سلنه ابو لګولو او کرهڼيزو چارو ته ځانګړې شوې وه او پاتې نور يې ټولنيزو، ښوونيزو، روزنيزو، روغتيايي، لاسي صنايع، کانونه او نور کلتوري او اجتماعي چارو ته بېله شوې وه.
شوروي اتحاد د پنځه کلن پلان په تړاو د اقتصادي مرستو په څنګ کې خپلې سياسي موخې هم لرلې.
امريکا هم د هلمند پروژې او ښوونيزو کارونو پرته هغه پنځه کلن پلان چې پرته د دوی له سلا طرحه شوی وه، افغان وزير عبدالمالک خان ته کومه ډاډ منه ژمنه ور نکړه او سفر يې امريکا ته ډېر ګټور نه وو. د دوی د پلان يوه لويه تېروتنه دا وه چې په بهرنيو مرستو ډېره ډډه لګول کېده. د ساري په توګه اووه سوه څلوره دېرش (۷۳۴) ميلونه ډالره يوازې د امريکا مرستو ته، په پلان کې ځانګړي شوي ول.
دويم پنځه کلن اقتصادي پلان (۱۹۶۱ کال) په داسې مهال پيل شو چې د ماليې وزير عبدالمالک خان عبدالر حيمزي د کودتا په تور زنداني شوی وه.
دغه وخت د پلان وزارت په نوم يو بل تشکيل د حکومت په کابينه کې مينځ ته راغی چې د وزارت چارې يې پخپله محمد داود په غاړه واخستې.
دوی غوښتل چې دويم پنځه کلن پلان ته عملي او معياري بڼه ورکړي. ولې بيا هم د تېر په څېر په لږ توپير يې دوام وکړ. هغه توپير په دې کې وه چې په لومړني پنځه کلن پلان کې کرهڼې او اوبو لګولو ته پنځوس سله پانګه بېله شوې وه ولې په دويم پنځه کلن پلان کې دغه سلنه نږدې ۲۴ سلنه شوه.
لومړي پنځه کلن پلان دويم پنځه کلن پلان
– کرهڼه او اوبه لګونه =۵۰٪ – // ۲۳٫۵٪
– لېږد او موصلات = ۱۴٪ – // ۲۵٫۵٪
– ښوونيز او ټولنيز = ۷٪ – // ۱۱٫۲٪
– معادن او صنايع = ۲ ٪ – // ۳۳٫۵٪
په دويم پنځه کلن پلان کې د «نورو خدمتو»په نوم له انکشافي بودجې نه ۶٫۳ سلنه برخه بېله شوې وه. چې دا يو بنسټيز کار وو.
پر ځای به وي چې وويل شي، د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د څو تنو شخصيتونو رول په دغه ټاکلي پړاو کې ډېر د پام وړ ګڼلی شو. چې هغه عبدالمجيد زابلي (په سودا ګريزو او بانکيزو چارو کې)، ډاکتر عبدالوکيل (په کرهڼيزو او اوبو لګولو چارو کې) او عبدالرحيم زی (په مالي او اقتصادي چارو کې).
دا چې ولې عبدالرحيم زی د کودتا په تور ونيول شو؟ ښايي د دې لامل يوشمېر کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې وي چې يادونه يې اړينه ګڼو:
پټې او څرګندې کودتاوې،ستونزې اوتېروتنې
عبدالمالک خان عبدالرحيمزی:
دا چې د لوی اختر په ورځ د جنرال خواجه خليل، چې د کودتا پوځي مشر ګڼل کېده (د ۸ فرقې قومندان) په لارښوونه (۱۹۵۷ زکال – ۱۳۳۶ ل) به د سلطنتي کورنۍ په غړو وسلوال بريد کېږي تر اوسه دغه اوازې تر پوښتنې لاندې دي… !؟ ولې د کودتا «مشر؟»
عبدالمالک خان په دغه تور ونيول شو…؟ (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ) دا چې دغه کودتا څومره رښتنې وه لاملونه يې لا تر اوسه تت دي. «ده محمد داود خان ته درناوی درلود، ولې له سردار محمد نعيم خان سره يې نه لګېده، ان دا چې د بانډونګ په کنفرانس کې د ګډون په موخه چې تللي ول، د دوی تر مينځ د يوې لفظي شخړې په ترڅ کې زړه بدوالی را مينځ ته شو.»([9]) ولې د ده د بند په تړاو ويل کېږي چې دا د روسيې توطيه وه، کله چې عبدالرحيم زی له امريکا نه راستون شو د داود خان په امر بندي شو.
د وزيرانو د شورا په يوه غونډه کې هم د بهرنيو چارو وزير محمد نعيم خان د لوموړي پنځه کلن پلان د پاتې راتلو پړه پر عبدالرحيمزي واچوله او هغه بيا په ځغرده وويل:
کومه شتمنۍ چې سردار محمد هاشم خان بهر ته استولې بايد بېرته راوړل شي چې لومړی پنځه کلن پلان له ماتې وژغوري. ويل کېږي چې د ده د بند يو لامل همدا وو. خو د کودتا تور پرې هسې پورې شو.
د اسماعيل بلخي کودتا:
موږ د مخه هم په دې تړاو وويل چې د سردارشاه محمود د صدارت په مهال چې نوموړي غوښتل په جمال مېنه کې د نيالګيو د کېنولو لپاره لاړ شي. بلخي خپلو غړو ته سپارښتنه کړې وه چې په صدراعظم مرګونی بريد وکړي.
ګل جان وردګ چې د دوی د ګوند غړی وه د شپې په دولس بجو شاه محمود خان ته خبر ورکړ نو ځکه کودتا ناکامه شوه.
«د حمل وري په لومړی نېټه (۱۳۲۹ کال) د ګاوسوار زوی محمد ابراهيم په «باغوان کوچه» کې چې د يوې ګاډۍ په وسيله، غوښتل علي اباد ته ځان ورسوي ونيول شو. که څه هم د تومانچې ډز يې وکړ خو خلاص نشو په همدې مازديګر بلخي هم ونيول شو.»([10]) خو له يوڅو مودې وروسته محمد ظاهرشاه هغه وبښه.
د کندهار پاڅون:
«د کندهار پاڅون داسې نه وو لکه څنګه چې د «ارشاد» ګوند د اسماعيل بلخي تر مشرۍ لاندې پرېکړه کړې وه چې د سامانه په جشن کې شاه محمود خان صدراعظم له مينځه يوسي.»([11])
د سردار محمد داود خان د صدارت په مهال د ښځو د غورځنګ په نوم يو خوځښت پيل شو. د افغانستان په لوي ولايتونو لکه ننګرهار، هرات، کندهار، مزار شريف او کابل کې د ښځو مخ لوڅۍ په تړاو واليانو ته سپارښتنه شوې وه چې دا کار ترسره کړي.
د کندهار خلکو د دغه ټولنيز غورځنګ په وړاندې پاڅون وکړ. خو د حکومت له خوا په ډېرې بېرحمۍ وځپل شو. که څه هم په دې تړاو کوم رسمي اعلان نه وو شویخو يوازې محمد ظاهر شاه، محمد داود خان او محمد نعيم خان د ۱۹۵۹ کال د خپلواکۍ په جشن کې له خپلو مېرمنو سره چې مخونه يې لوڅ ول د جشن ځای ته را څرګند شول.
په کندهار کې والي محمد صديق خان د ناسم چلن له مخې په کندهار کې ملايان، خانان او ګڼ ولسي وګړي د حکومت پر وړاندې را پورته شول چې موږ د خپلو ښځو مخ لوڅي نه منو.
حکومت له دې وېرې چې د امان الله پېښې راغبرګی نشي پاڅون کوونکي وځپل او د شپېتو تنو په شاوخوا کې کسان ووژل شول.
سيد حسن پاچا د کودتا په تور:
سيد حسن پاچا او او سيد غلام حيدر پاچا او وزير محمد ګل خان مومند هم ورسره مل وه په ننګر هار کې د جمهوريت په نوم يو ګوند جوړ کړ چې د «کورغم» په نوم يې يوه خپرونه هم چلوله.
دوی د پاچا امان الله نږدې پلويان ول. غلام حيدر پاچا د موتي په سرای کې ۱۴ کاله په بند کې تېر کړل او هملته د پنځه پنځوس کالو په عمر ومړ.
ولې سيد حسن پاچا چې د سردار محمد هاشم خان د صدارت په مهال د حرب په وزارت کې فرقه مشروه د کودتا او سياسي فعاليتونو په نوم زندان ته ټېل وهل شو چې په پای کې هملته ووژل شو.
دی په ۱۸۹۶ کال د لغمان په چار باغ کې زېږېدل وه. نوموړي لومړنۍ زدکړې د امير حبيب الله خان په مهال حربيي ښوونځي کې سر ته ورسولې.
دی مشروطه پال او د امان الله خان له مهمو پوځي شخصيتونو څخه وه. د اتاترک کړو وړو ته يې درناوی درلود او غوښتل يې چې افغانستان هم په دې لاره روان کړي.
پاچاهي نظام يې نه خوښېده. دا چې په کوم تور ونيول شو لا په بشپړه توګه سپينه شوې نه ده. ولې دی د امان الله خان له ډېرو نږدې خواخوږو څخه وه چې ډېر ځله به يې په ارګ کې يو د بل سره ليدل. دا ځکه چې د ده دنده هم په ارګ کې وه. ښايي دی هم لکه د څرخي کورنۍ په څېز د امان الله په دوستۍ کې له مينځه تللى وي.
د فيضاني او که،
د جنرال مير احمد شاه کودتا؟ (١٩٧٦ ز کال)
جنرال مير احمد شاه يو اوښيار او د مسلکي پوهې څښتن وه، چې د جنرال رسولي ور سره نه لګېده او ويل کېږي چې د کودتا تور هم د ده له خوا پرې ولګېد.
د جنرال مير احمدشاه اړيکې له مولانا فيضاني سره. څرګندې وې نو ځکه يو شمېر کسان دغې کودتا ته د فيضاني کودتا نوم هم ورکوي.
«عطاوالله فيضاني د هرات اوسېدونکی او په قوم کاکړ وه چې له ده سره انجنر حبيب الرحمن او يو شمېر نور پوځيان هم ونيول شول.»([12])
د نوموړي له مهال سره سم نورې کودتاوې هم شوې دي چې په خپل ځای به يي يادونه وشي، چې آيا ريښتنيتوب لري او کنه؟
موږ په دې تړاو د «محمد هاشم خان کودتا» د ساري په توګه يادولی شو.
که څه هم د «فيضاني او ميوند وال کودتاوې !؟» د سردار محمد داود خان د صدارت په مهال ندي شوې بلکې د ده د «جمهوري رياست»د واک په مهال پېښې شوې دي چې په راتلونکي کې به پرې وغږېږو.
که موږ د محمد ظاهرشاه د پاچاهۍ پېر په دوه برخو ووېشو چې لومړنۍ برخه يې د ترونو او د تره د زوی په صدارتونو پورې اړه لري، ولې دويم پېر د ده واک هغه مهال شروع کېږي چې د صدارت چارې د سلطنتي کورنۍ له «ګروت» نه اوځي او د ډاکتر يوسف له صدارت نه پيلېږي.
[1] همدغه اثر ۲۱ مخ.
[2] Pakistan Foreign Policy S.M. Burk P.88
[3] Fletcher, Afghanistan. P.25۶
[4] Poullada, Afghanistan and the United states. 186 – 87
نوموړی (۱۹۱۳ – ۱۹۸۷) د امريکا دېپلو مات چې د افغانستان په چارو کې يو نامتو کارپوه
[5] همدغه اثر ۱۸۷ مخ
[6] لوډيک اډايک ۴۸۹ مخ.
[7] N.A. Bulganin and N.S Khrushcher,visit to Afghanistan (Newyork, New century, Publisshers 1956), 34.
[8] Fletcher, Afghanistan. P.2۸۵
[9] سنګروال شهسوار له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ ۱۰۷ مخ.
[10] مبارز عبدالحميد افغانستان ۱۶۷ مخ.
[11] له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ ۱۱۱ مخ.
[12] همدغه اثر ۱۱۸ مخ.