بدلون

د ښځو په وړاندې د خشونت محوې نړیوالې ورځې(نومبر ۲۵-مې) په مناسبت!

 ښځه انسان دی؛ مګر موږ؟؟؟

د روان (۱۳۹۳ کال، ۲ قوس، یکشنبه) د ناروې پایتخت اوسلو ښار کې د ښځو د ځواکمنۍ په موخه یو ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ شو، په دې کنفرانس کې له افغانستان څخه یو لوی پلاوی د هیواد د لومړۍ ښځی لوراغني په شمول ګډون وکړ چې د کنفرانس اصلي ویناوالې لوراغني او د ناروې لومړۍ وزیره ایرنا سولبرګ وې.

سولبرګ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت له سمون سره د نړیوالې ټولنې په همکاریو خوشحاله وه او د افغانستان لومړۍ مېرمنې هم د ښځو په باب تصویب شوو قوانینو ته د توجه ژمنه وکړه.

بي بي سې راډيو د دغه کنفرانس په بهانه په افغانستان کې د ښځو پر حالت، حقونو او په دې باب نړیوالې همکارۍ باندې یو شمېر افغانان را وږغول، له بده مرغه د افغانانو اکثر نظر په افغانستان کې د ښځو د حقونو، زده کړې او انساني کرامت په باب منفي و.

مثلاً یوه کندهاري ځوان له شینکي ارغنداو څخه د بحث چلوونکي ته وویل: « ګوره کوچی صاب، دا ګرده د کفارو او خارجیانو خپل چمونه دي، دوی په دې کې خپل غرضونه لري او….»

عجبه ده! موږ به ځکه خپلو ښځو ته په درنه سترګه نه ګورو چې دا د خارجیانو غوښتنه ده؟ که موږ خپلو ښځو ته په انساني حیثیت قایل شو په دې کې بیا کفار خپلو غرضو و هدفو ته رسېږي؟ دا نو بېخي عجبه ده!

دا موضوعات دومره تکرار شول او په داسې یوه خسته کنه کلیشه بدل شول چې ښایې اوس د لوستونکو او اورېدونکو خوا ور وګرځوي لکه د ښځو حقوق، د بشرحقوق، ولسواکې، قانون، سوله، انتخابات او….

که مو خوا ګرځوي یا نه! که مو ښه راځي یا بد! که یې غواړئ یا نه! اوس دا مسایل زموږ د ژوند عیني او محسوس واقعیتونه دي، تېښته ورڅخه ممکنه نه ده، که دا مسایل پنځه زره کاله هم تکرار شي او د حل معقولې لارې ورته پیدا نکړه شي، نو بامسؤلیته انسانان به یې بیا هم راپورته کوي، شاربي به یې، تر هغه چې پر منطقې حل یې برلاسي کېږي.

د ښځو د بشري حقونو مسله که څومره هم تکراري ده خو د افغانستان خواخوږي، په ژبه پوه او روښانه قشر به یې نه پرېږدي ځکه، زموږ په وطن کې چې له ښځي سره د اسلام، دود و دستور او ناموسدارۍ په نوم کومې ضد انساني او د اسلام خلاف کړنې کېږي نو دا د بشر پر لمن د شرم او ناروا یو لوی داغ دی او د دې داغ د پاکولو لپاره به د هر رسالتمن افغان وظیفه ښه پوره درنه وي خو د ودان افغانستان ګوند سیاسي فعالان، چې د خپل هیواد ټولې ناخوالې یې په زېر و زور څېړلې، پېژندلې او علمي حللارې ورته لري، نو دوی باید کال دوولس میاشتې، شپه و ورځ او ۲۴ ساعته د دغې انساني فاجعې د محوې لپاره له مبارزې څخه لاس پر سر نه شي؛ ځکه ټول پوهېږي چې ښځه د ټولنې نیم وجود دی، کله چې نیم بدن فلج شي مانا دا چې ټول اورګانېزم پالتو، بې مانا او بېکاره شو.

که د لږ عقل په سترګو هم خپلې اوسنۍ ټولنې ته وګورو نو ژر به پوه شو چې زموږ جامعه په تمامه مانا فلج ده، موږ د ژوند په یوه اړخ کې هم پر ځان متکي نه یو؛ آیا دا هم ژوند دی؟ آیا شرم نه دی چې د ننګ وغیرت، لنګوټې و شملې، برېتو و ځوانۍ نوم یادوو او پر خپلو ښځو پهلوانۍ کوو؟ هم مو د هستۍ پر سطحه د ښځینه قشر مانا و ماهیت ځپلی او هم مو خپل نارینتوب نیمګړی و شرمولی دی؟

لا غوره او شناخته تشبیه دا ده چې (نر و ښځه) د یوې ټولنې د پرمختګ پر خوا د الوت لپاره دوه وزرونه دي، کله چې مو ښځه د ژوند په تعلیمي، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ډګر کې حضور نه لري، مانا دا چې د افغاني ټولنې د شاهین یو وزر وچ او مات دی نو هغه دی چې د سترګو په رپولو کې هم نورو ته اړ یو، که روغه خبره وکړو، د انساني دنیا پر اوږو لکه مړ جسد بار یو، مړ جسد د غورځولو او ښخولو وي؛ که په خپل ژوند کې بېخکي بدلون ته زمینه سازه نکړو، خپله ګوزن وهلې ټولنه له مسلط ذهني تحجر له ناانساني حالته را ونه باسو، ټوله افغاني کتله د بشري ژوندانه له سازو سامان، تحرک او پرمختګه برخمنه نکړو، افغان نر وښځه په یوه وخت کې، په یوه ډول د علم، ژوند، کار، سرپنا، آزاد فکر، خپلواک تګ و راتګ او نورو ورته اساسي بشري او الهي حقونو څښتنان نه کړو نو بالاخره به مو بې روحه جسد، خدای مکړه، نړیوال له خپلو اوږو داسې وغورځوي چې بیا به مو نه خپل اصیل کلتور، نه خپل د پسمانده ذهن بې موډه او وراسته تمایلات، نه د حاکمو مرتجع او جاهلو اقشارو بېهوده، فضول او بې منطقه، واهي تلقینات وژغورلای شي.

که دا منو چې د مور غېږ د اولاد روزنې اولینه مدرسه ده، نو بیا د یوې جاهلې، بې علمې، په رواني وجسمي لحاظ ځپلې، سپکې او ښکنځلې مور په غېږ کې څنګه کېدای شي چې د یوه نارمل، هوښیار، بیدار، مفکر او ژوندي انسان هیله ولرو؟ د دې بد حالت او زهرجن واقعیت تباکوونکي نتایج هره شېبه په پوست او هډوکو محسوسوو، وینو یې، بیا نو ولې د خپلو جاهلانه کړنلارو، دودونو، انګېرنو او احمقانه ګروهو کیسو ته تغیر نه ورکوو او له منځه یې نه وړو؟

افغان ولسمشر اشرف غني د ښځو په باب همېشه په خپلو ویناوو کې په تکرار سره ټینګار کړی چېکه یو نسل ښځې باسواده کړو نو پنځه نسله نور ور سره باسواده کېږي، ده دا خبره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې (نومبر ۲۵) په مناسبت په خپل پیام کې بیا تکرار کړه، ولسمشرغني باید د خپل پیام پر تطبیق جدي اوسي هغه ژمنه کړې چې نه یوازې به د ښځو پر ضد د تشدد مخنیوی کوي بلکې هغوی ته به د نرو تر څنګ د ویاړلي اداري و اجتماعي فعالیت زمینه برابروي او ښځه به دویمه نه بلکې اوله درجه انسان او له نر سره برابر انساني مقام ولري.

ودان افغانستان ګوند هم په خپله فکري کړنلار کې د ښځو پر اوسني ناوړه وضعیت او حقونو اوږد تحقیقي بحث کړی او د حل اساسي– علمي لارې یې په نښه کړي دي:

« په افغاني نرواکه ټولنه کې د اسلام د سپېڅلو لارښوونو او انساني حقونو د موازینو پرخلاف یو شمېر ناوړه او زاړه دودونه لا بشپړ واکمن دي چې تر سیوري لاندې یې ښځه له نر سره برابر انساني حقوق نلري.

په نرواکۍ کې ښځه د نر د غوښتنو او ارادو یو مخیزه پر ځای کوونکې او ښکېل شوی دویمه درجه انسان دی چې د خپل تفکر و وړتیا د څرګندولو واک نه ورکول کېږي، بشپړ تولنیز حقوقي شخصیت نلري او پرلپسې یې د پرمختګ مخه نیول کېږي.

ناوړه اقتصادي- ټولنیزو شرایطو ښځه د ژوندانه په بېلا- بېلو خواوو کې د برخلیک له ټاکلو بې برخې کړې او د نر په لاس کې یې د یوه ژوندي لوښي غوندې د پېرودلو، پلورلو او کارولو وړ ګرځولې….

و.ا.ګ له مور سره، له خور سره، له لور سره، له ماندینې سره او په ټوله مانا له ښځې سره (له انسان سره) د دا راز ناوړه چلن، تېري او ناروا په وړاندې د سخت اعتراض غږ پورته کوي او ژر تر ژره یې د ټولو اسلامي– انساني حقونو او مدني آزادیو سره د بشپړې ساتنې ننګه او ملاتړ کوي.

ګوند د تاریخي ازمېیښتو او ټولپوهنې په رڼا کې دې پایلې ته رسېدلی چې په افغاني ټولنه کې د ښځې او نر تر منځ ټولنیز توپیر د هغوی تر منځ له شته اقتصادي توپیره سرچینه اخلي.

افغانه ښځه له اقتصادي پلوه بېواکه او د نر پرلپسې ملاتړ ته اړه ده؛ تر هغې چې ښځه له دغه واکه بې برخې وي، هېڅکله به یې خپلو نورو حقونو ته لاس ور ونه رسېږي.

واګ زیار ګالي چې ښځې د کار و خپلواکې مالي سرچینې ډګر وګټې؛ پر خپل مټ ویسا شي او د نوې ښوونې و روزنې په رڼا کې د ویښتیا هغه پړاو ته ورسېږي چې د خپلو ټولو انساني حقونو د پېژندلو او غوښتنې پوهه او ځواک وموندلای شي.

(و.ا.ګ/ کړنلار، مخونه: ۴۷-۵۱، پنځم چاپ)

پایله: موږ باید خپله خور، مور، لور، ماندینه او په مجموع کې ښځه د انسان په حیث په رسمیت وپېژنو او پر مخ یې ټولو مدني حقونو ته د رسېدا قانوني دروازې پرانیزو!!!

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *