بدلون

(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

د و.ا.ګ د څلورمې کلیزې په بهانه:

زغم د سیاسي مبارزې کلتور دی.

ستر انسانان لوړ هدفونه لري، اوچتو موخو ته د زورور هوډ په مټ رسېدلای شو او ځواکمن عزم د لوی زغم پر بنسټ رامنځته کېدای شي.

کوشني خلک همېشه سستې ارادې او کاواکه حوصلې لري، دوی نه یوازې خپله، لوړ هدفونه نلري لا دا چې د نورو په قوي ارادو پورې خندا ورځي او د سترو افکارو څښتنان لېوني ورته ایسي.

ودان افغانستان ګوند د افغانستان، سیمې او نړۍ د ښېرازۍ لپاره ځانګړي دقیق علمي نظریات او میکانیزمونه لري، دغه طرحه د یو شمېر هغو کسانو لپاره یوه ارماني فلسفه ښکاري، چې پر کلکو ارادو او سترو حوصلو باور نلري.

موږ هم ډېر ښه پوهېږو چې آسانه او د ساده ګانو لاره مو په خوله نه ده ورکړې بلکې دا سترو انساني موخو ته د رسېدو لپاره یو خورا سخت او ستونزمن مسیر دی، دا مسیر د هر ډارن، وارخطا او کمزوري مسافر لپاره سم انتخاب نه دی، پردې خط السیر باندې یوازي پر فکري ازادۍ مینان، د انساني سترتوب عاشقان، د افغانستان د عالي شان ساتونکي سربازان او د افغان انسان د حیثیت ساتنې ملاتړلي مبارزان د سفر زړه کولای شي، دوی چې د شاګرځ فصل یې د مبارزې په کتاب کې نشته او دوی چې پر خپلو ټاکلو اهدافو ایمان یې د ژوند دوهم نوم دی.

دوی ته که څوک لېونی وايي یا ارماني، خو دوی بل انتخاب نه لري او نه به یې ولري.

اعتراف کوو چې یو شمېر د لنډو ګټو سوداګرو، یا په ناپامي او یا هم د ازمیښت لپاره زموږ سیاسی-فکري چاپېريال ته سر را ایسته کړ، چې ويي لیدل، دلته د سهار ګټلو او ماښام څټلو معامله نشته نو په دوړه یې میدان را پرېښود مګر د وطن ډېر شمېر هغه شازلمي چې، د خپلې قربانۍ قیمت نه غواړي، سیاست یې د سوداګرۍ وسیله نه ده، د وروستۍ سلګۍ تر سرحده یې مبارزه د ژوند حتمي عمل دی، افغان انسان او په مجموع کې انسان يې یوازنی معشوق دی، هغوی د ودان افغانستان ګوند سیاسي- فکري نظام د خپل عاشقانه تعهد په توګه په خپل ایمان بدل کړ.

و.ا.ګ د پېړیو په فکري تورتم کې د ذهني آزادۍ او ودانۍ یوه کوشنۍ سپرغۍ ده، دا سپرغۍ په یوه لویه لمرینه منظومه بدلول نه ساده کار دی او نه هم د ساده ګانو کار، د دې بڅرکي په وړانګو یوازي هغه عاشقان پتنګان خپل وزرونه سوځوی چې د رڼا او ځلا ستایش او پرستش يې د وطني عشق یوازنی ثبوت دی او تر دې ورها خوا د بل هیڅ پاداش اوشاباش خواهش نلري.

نامتو فیلسوف (کارلایل) وايي:

(ستر هوډ په پیل کې ناشونی ښکاري)

له افغانستانه بیا د نړۍ تر سطحې، زموږ د ګوند فکري پراخي به د الپته سوداګرو-سیاستوالو لپاره یوه ارماني کیسه وي، وې دي، مګر موږ نه بله لار لرو او نه به يي ولرو.

ودان افغانسان ګوند پر عملي ډګرد میزان پر ۶-مه څلور کلن شو او پنځه کلنۍ ته يي ګام واخیست، لا هم رسمآ ثبت نه دی، تشکیلات يي موقتي دي، رسمي اعلان ته یې زمانه پاته ده، خو هیڅ پروا نه لري، هغوی چې د ژمنتا په هوډ ورته راغلي، نو په اراده کې یې ذره خلل نه دی وارد شوی، په هغسي سیاسي چاپېریال کي چې څوک له کوم ټاکلي قیمته پرته نه چاته سلام اچوي او نه يي سلام اخلي، دغسي بي خلله هوډ او دغسي د لوي زغم مظاهره زموږ د زمانې الهام بخښونکی داستان دی.

موږ د دغسي مبارزې پر واټ دغسي عزم و زغم او دغسي مفکوره لرو.

ټول انسانپال وطنوال دې خدای راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *