تاند- د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون د افغانستان د حکومت او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د جدي او نتیجه لرونکو خبرو ملاتړ وکړ.
د کویت د خبري اژانس (کونا) د راپور له مخې بانکي مون په یو لړ څرګندونو کې وویل:«موږ پر دې موضوع د افغانستان له چارواکو سره خبرې کوو. موږ د خبرو ملاتړ کوو او هڅه کوو چې د خبرو لپاره اسانتیا برابره کړو.»
ده همداراز وویل چې خبرې اترې باید په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت سبب شي ځکه چې افغانان له ناامنیو سخت کړېدلي او ځورېدلي دي.
د ملګروملتو سرمنشي د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د اګست په میاشت کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خپلو کتنو ته په اشارې ویلي، له دواړو مشرانو په کلکه غواړي چې په خپل منځ کې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي څو له طالبانو سره د خبرو په شمول ټولې امنیتي ستونزې پای ته ورسېږي.
ملګري ملتونه او نوره نړیواله ټولنه پاکستان د طالبانو د یوه مهم ملاتړ کوونکي هیواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د اصلي لوري په توګه په رسمیت پېژني.
سرمنشي د پاکستان حکومت په دې وستایه چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره سره یې څه باندې یو نیم ملیون افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.
سرمنشي په دې د پاکستان د حکومت مننه وکړه چې په وروستیو کې یې موافقه وکړه چې افغان کډوال د سږ کال له جونه وروسته په پاکستان کې پاتې کېدای شي.
دا په داسي حال کې ده چې ځیني افغان کارپوهان باور لري، تر څو چې په پاکستان او ایران کې افغانان د مهاجرو په توګه اوسيي تر هغو به دغو دوو هیوادونو ته په افغانستان کې د جګړې د جاري ساتلو لار پرانستې وي.