تاند- د ملګروملتو سرمنشی بانکي مون نن /دوشنبه/ له هنده وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دغه جنګ ځپلي هیواد له ثبات سره مرسته وکړي او د جنوبي اسیا د قدرت د مرکز په توګه د مشرتابه رول ولوبوي.
سرمنشي بانکي مون، چې هند ته په سفر تللی دی، په نوي ډیلي کې وویل:«هند په هغه سیمه کې چې ناکراریو ځپلې ده، د امنیت په برخه کې لوی رول لوبولی شي.»
ده همداراز وویل:«نړۍ په جنوبي اسیا کې له سولې او سوکالۍ سره د هند مرستې ته سترګې په لار ده. په افغانستان او پاکستان کې د بې ثباتۍ او ناکرارۍ دوام یوازې د دغو دوو هیوادونو مسوولیت نه دی. دا ستونزې باید په څو اړخیزو او موازي هلوځلو حل شي.»
د ملګروملتو سرمنشي د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«د افغانستان امنیتي ستونزې له پوځي لارې حل کېدای نه شي. د هند سیمه ییز ملاتړ ته اړتیا لري.»
هند د افغانستان پر بیارغونه تر ۲ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي او د نورو مرستو هیله هم ورڅخه شوې ده.