تاند- که غواړئ چې چاغ نه شئ او تل مو اندام ښه وي نو تر وسه وسه سره بانجڼ وخورئ ځکه چې رومي بانجڼ نه یوازې چې نه مو چاغوي د لوږې مخه مو هم نیسي.
په بریتانیا کې له یوې تازه څېړنې سره سم، هغه کسان چې سره بانجڼ ډېر خوري لږ وږي کېږي او په نتیجه کې یې د وزن د زیاتېدو مخه نیول کېږي.
په څېړنه کې همداراز نتیجه اخیستل شوې چې رومي بانجڼ پر دې سربېره چې د وزن له مخنیوي سره مرسته کوي د راز راز سرطانونو، لکه د پوستکي، سږو، ځګر او حتي د سینو د سرطان مخه نیسي.
نو که چاغ یاست او غواړئ چې وزن مو زیات نه شي هڅه وکړئ چې هره ورځ تازه سره بانجڼ وخورئ.
مننه معلومات دی ګټور دی خو دادی ندی لیکلی چی بانجان باید خام وخوړلی سی او که پاخه