اتیا کلن سړي غبرګ لاسونه په ځمکه تکیه کړل، زور یې وکړ، وخوځېد، په پرانیستې بستره کې را سم شو، له شنو جنډو جوړ بالښت یې، خپلې کږې وږې ملا ته برابر کړ خاورین دېوال ته یې ډډه ولګوله.
د کوټې ور خلاص شو، سپین سرې مېرمن لکڼه په لاس د خپل بوډا خاوند څنګ ته نږدې شوه. وړه ساه یې وکښه، بیا یې طلایي رنګه امسا په غولي تکیه کړه، له ګونځو ډک لاسونه یې پرې وڅښول، ملا یې کړوپه کړه او بوډا ته مخامخ په غوړېدلي لمڅي کېناسته.
سړي تر سپینو بڼو لاندې؛ وړې خړې سترګې په ډېر زور پرانیستې، وړاندې یې سپین سرې میرمنې ته په ځیره وکتل.
بوډۍ خپلو بې غاښو ژامو ته شړک ورکړ، خوله یې راټوله کړه، ویې ویل:
سړیه اوس څنګه یې، دارو خو به کومه ګټه درته رسولې وي؟
اتیا کلن بوډا چې خپلې لړزانده ګوتې یې په خرېیلو برېتونو وهلې زیاته کړه؛
هو! اوس تر پخوا یو څه ښه یم.
بوډۍ څو ځلې د شکر شکر کلمه په ژبه تکرار کړه…
بوډا، سر هسک کړ، د کوټې چت ته؛ چې ځای ځای د باران د خړو اوبو نښې پکې ښکارېدې وکتل، یوه شېبه یې همداسې د تیرانو په منځ د کوچنيو سوریو ننداره کوله. د دنیا زور یې په زړه راووست ښځې ته یې په خبرو کولو پسته خوله خلاصه کړه:
د ځوانیمرګ ګل جان مورې! د انسان ژوند یو عجیب خوب دی؛ کله چې یو کس په خوب کې یوه ښکلې ننداره وکړي، خو چې یو دم راویښ شي څومره ارمان کوي، ستره هیله یې دا وي چې کاش! په دغه رنګین خوب خو نه وای راويښ شوای…
نن زما ژوند له همداسې یوه خوب سره ورته دی، خو دا ورته والى یې یوازې په افسوس او آرمان کې وینم؛ ماشوم وم، ځوان شوم، تر پاخه عمره هم واوښتم، خو ما هېڅکله د داسې بې وسۍ احساس ونه کړ. د بوډا له خوږمنو سترګو د اوښکو دوه رڼه څاڅکي پرېوتل، په کرښې کرښې مخ یې تیز روان شول او ځان یې ترسپینې اوږدې ږیرې ورساوه…
هغه زیاته کړه:
ما په دې نړۍ څه د پاسه اتیا کاله عمر وکړ، نور د ژوند هېڅ کومه هیله نه ده را پاتې، هېڅ کومه غوښتنه مې نه ژړوي، خو! زما یوازینی آرمان چې زه یې نن د ګور په غاړه بې وسه درولی یم، ستا هغه سره زر دي چې ټول دې زما په درملنه کې وپلورل.