تاند- د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پکتیکا خونړۍ پېښې ته په اشارې په افغانستان کې د جګړې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدا اندېښنه ښکاره کړه.
تېره اوونۍ د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د موټر بم په وسیله په ځانمرګي برید کې ۱۰۷ تنه ووژل شول او تر سلو ډېر نور ژوبل شول.
د سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې د جنوبي اسیا لپاره د دې کمېټې د عملیاتي مشر انتوني دالزیل له قوله ویل شوي چې د پکتیکا د چاودنې په څېر پېښو کې د ګڼ شمېر ملکي افغانانو وژل کېدا یا ژوبلېدا او یا هم د ښکېلو خواوو په جګړه کې راایسارېدا د نه منلو ده.
د سره صلیب په خبرپاڼه کې، چې نن یې خپره کړې ده، د ملګروملتو د راپور پر اساس په وروستیو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د تلفاتو د ۲۴ فیصده زیاتېدا یادونه شوې او ویل شوي:« د نړیوال بشرپال قانون پر بنسټ چې د جګړې قانون په نامه هم پیژندل کېږي، د ملکي وګړو پر ضد نیغ په نیغه بریدونه منع دي. دولتي او نا دولتي ځواکونه او نور ښکیل لوري مسوولیت لري چې یوازې پر پوځي موخو بریدونه وکړي او یوازې هغه کسان په نښه شي چې په جګړه کې مستقیمه برخه اخلي. کله چې جګړه پیښیږي یا هم روانه وي، ملکي وګړي باید له زیانه خوندي وي. »
د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ په خونړۍ حمله کې ۱۰۷ تنه ووژل شول خو سیمه ییز چارواکي هڅه کوي چې د تلفاتو شمېر لږ وښيي څو د انتقاد ګوته دوی ته ونه نیول شي.
پر امنیتي ځواکونو نیوکه شوې چې د ځانمرګي موټر یې پېژندلی و او باید هغه یې له بازاره دباندې له منځه وړی وای.