تاند- په جورجان ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د ۶ کارکوونکو له وژل کېدو وروسته دې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه.

د چهارشنبې په ورځ /فبروري۸/ د جوزجان ولایت په قوش تېپې ولسوالي کې د داعش غړیو د نړیوال سره صلیب ۶ افغان کارکوونکي ووژل او دوه نور وتښتول.

د سره صلیب د کمېټې د نړیوالو عملیاتو ريیس دومینیک ستیلهارت په جینیوا کې د رویټرز خبري اژانس تلویزیون ته وویل«لکه څرنګه چې مې وویل، زموږ فعالیتونه درول شوي ځکه چې موږ غواړو چې د خپلو عملیاتو تر بیا پیلولو وړاندې معلومه کړو چې څه پېښ شوي دي.»

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي رسنیو ته ویلي چې دا برید په قوش تېپه ولسوالي کې د داعش د مسوول قاري حکمت کسانو کړی دی.

دې ډلې پرون /چهارشنبه/ وویل چې د افغانستان د سترې محکمې پر کارکوونکو برید د دوی یوه تاجکستاني غړي ابوبکر التاجکي وکړ.

د سترې محکمې په دروازه کې د سې شنبې /فبروري۷/ په برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ژوبل شول.

د پېښې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *