تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو ۸ ملیونه او یو لک رایو تفتیش یوه ورځ وځنډېده.

ټاکل شوې وه چې د رایو تفتیش نن /چهارشنبه/ پیل شي خو د معلوماتو له مخې د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د ځینو مسایلو پر سر د اختلافاتو له کبله د ټولو رایو د تفتیش وخت یو وار بیا وځنډېد.

د روانې اوونۍ د شنبې په شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه شوې وه چې د ټولو رایو تفتیش به د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې په ۲۴ ساعتونو کې پیلېږي خو د نړیوالو څارونکو په رارسېدو کې ځنډ د تفتیش کار وځنډاوه. وروسته وویل شول چې پر ځینو تخنیکي مسایلو لکه دا چې د تفتیش د چارو مشري د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وکړي او که بهرنیان، د دواړ کاندیدانو ترمنځ اختلاف رابرسېره شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې سر له سبا /پنجشنبه/ به د ټولو رایو تفتیش پیل او په درو اوونیوکې به بشپړ شي.

نور وویل چې پیل به د درو زرو رایبکسونو په رایو وکړي چې د ټولو رایو په سلو کې ۱۵ کېږي.

ویل کېږي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ اختلاف پرون پای ته ورسېد.

د رایو د تفتیش بهیر به د دواړو کاندیدانو استازي، نړیوال څارونکي، ملګري ملتونه او نور ناظران کوي.

ښاغلي نور وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي به په دوو شیفتونو کې کار کوي څو له ټاکلي مهالوېش سره سم په درو اوونیو کې د تفتیش کار بشپړ کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویندوی په وینا هره ورځ به شاوخوا زر رایبکسونه تفتیش شي.

له ولایتونو کې رایبکسونه د ایساف الوتکو کابل ته رارسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *