تاند (پنجشنبه، د حمل ۷) وروسته له هغې چې هند د کورونا له وېرې افغانستان ته د الوتکو ټولې الوتنې لغوه کړې، په دغه هیواد کې د محصلانو تر څنګ د درملنې لپاره دېره لوی شمېر افغانان بند پاتې شول.

د جرمني خبري اژانس په هند کې د افغان سفارت د مطبوعاتي مسوول عبدالحق ازاد له قوله تایید کړې چې په دغه هیواد کې ایسار پاتې افغانان له مالي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

د ښاغلي ازاد په خبره هندي چارواکو ورسره هوکړه کړې چې کام اییر هوايي شرکت ته به اجازه ورکړي چې دغه افغانان خپل هیواد ته ورسوي: (( سر له پنجشنبې یعني نن ورځې څخه به د اپریل تر دریمې پورې پنځه پروازونو کې په هند کې پاتې ناروغان او پایوازان افغانستان ته ولېږدول شي.))

نوموړی وايي، په دې ستنېدونکو افغانانو کې به یوازې هغه کسان وي چې په ډیلي کې بند پاتې دي، د نورو ایالتونود افغانانانو په اړه لا هم کومه پریکړه نه ده شوې، ځکه ټول هند قرنطین دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *