د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دغه ولایت سروبي ولسوالي ته  په داسي حال کې سفر ترسره کړ چې د ولایتي شورا رییس، غړو او د نورو بیلا بیلو ادارو رئسیانو یې ملتیا کوله.

په سرکې د سروبي ولسوالۍ مشرانو او ځوانانو په دغه ولسوالۍ کې د والي محمد الیاس وحدت له مینې، همکارۍ او هلو ځلو څخه مننه وکړه چې تل یې له ولسونو سره کړې ژمنې په عمل بدلې کړې دي.

دغه راز یې له والي څخه وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ د اداري تشکل نیمکړتیا، د سرکونو ترمیم، د زامې بند د جوړېدو، سپورت، روغتیا او د پوهنې د نظام پیاوړتیا ته د لاس رسي په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.

نوموړو د زامې د بند په جوړېدو ټینکار کا وو او ویل یې چې د دې بند جووېدوته د سروبي ولسونه اړتیا لري چې په دې سره به د سروبي ولسوالۍ  د کروند ګرو چاري څو چنده ښې شي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د سروبي ولسوالۍ د مشرانو یوالی او ملي احساس وستایه او زیاته یې کړه ستا سو ټولې غوښتنې مې یوه یوه د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني په میز اچولې او تر هغه مې ور رسولې دي او هغه هم د حل ډاډ راکړی دی.

نوموړي وویل د زامې بند د منظورۍ چارې رواني دي خو د کانال منظوري  رغلې او ډېر ژر به یې د جوړېدو چاري پیل شي.
ښاغلي وحدت د سروبي ولسونو ته د هر راز همکارۍ  او مرستې ډاډ ورکړ او وې ویل چې د دوی ټول وړاندیزونه به په جدي توګه تعقیب کړي او ستونزو ته به یې په وخت د حل لارې ولټوي.

وحدت دغه راز د سروبي ولسوالي له ځوانانو سره د الماریو او () جلده د بیلا بیلو دیني، حقوقي، ادبي او نورو… بخشونو په برخه کې د کتابونو مرسته هم وکړه.
په پای کې د سروبي ولسوالي د ولسونو په غوښتنه سروبي ولسوالۍ ته نوی ولسوال محبت خان چې تر دې وړاندي یې په ګومل ولسوالۍ کې د ولسوالۍ چارې په مخ وړې ور و پیژندل شو.

درنښت

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *