تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: وروسته له هغې چې تاند د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کورونا له کبله د مشکوکو مړینو راپور او د خلکو اندېښنې خپرې کړې، اوس د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه ولسوالۍ کې یې د کورونا د تجرید یو ۲۰ بستریز مرکز نن جوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته په یو استولي پیغام کې ویلي، دغه مرکز د وزیر په ځانګړې سپارښتنه د سروبي ولسوالۍ په مرکز کې له ټولو امکاناتو او تجهیزاتو سره پرانیستل شو.

نوموړی وايي، د سرویلانس او مشکوکو سمپلونو د راټولونې ټیمونه یې هم دغه ولسوالۍ کې مؤظف کړي دي تر څو معلومه کړي چې ایا دغه ولسوالي رښتیا هم تر شدید کورونايي موج لاندې راغلې ده که نه؟

  نوموړی وايي، د هغې مؤسسې قرارداد هم د وزارت لخوا فسخ شو چې په سروبي کې یې د صحي خدماتو په برخه کې سهل انګاري کړې وه.

تاند وړمه ورځ خبر خپور کړ چې په سروبي ولسوالۍ کې د کورونا له کبله د ځايي خلکو په وینا تر ۳۰ زیاتې مشکوکې مړینې رامنځته شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *