تاند، جمعه، د ثور ۱۲ مه: د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېر ژر به د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله تر منځ سیاسي اختلافونه حل شي او دواړه لوري به یوې هوکړې ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، سروردانش په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دبیرا لاوینز سره په ویډیویي کنفرانس کې دا خبره کړې ده.

سرور دانش ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو ستونزه نوره حل شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به عبدالله د مصالحې د شورا مشري په لاس کې واخلي.

نوموړي د سولې د خبرو په اړه زیاته کړې ده چې دا کار دومره اسانه نه دی او په دې برخه کې د نړیوالو مرسته او رول زیات د اهمیت وړ دي.

بل لوري دیبورا لیوینز د افغان سولې په اړه د نړیوالو له رول څخه خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې هغه د سولې په برخه کې په هیواد کې له مسؤولو اشخاصو او بنسټونو سره په اړیکه کې ده او په دې لاره کې به هیڅ هڅې نه سپموي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د عبدالله د ټیم غړو او یا هم کوم ویاند په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په دغه ویډیویي کنفرانس کې د افغانستان د سولې پر مسلې او له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو هم خبرې شوې دي.

دانش ویلي، چې افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره د پلاوي په ټاکلو، د تاوتریخوالي په کمېدو او د طالب بندیانو په خوشي کېدو سره د سولې لپاره لومړني ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې مقابل لوري نه یوازې په دې برخه کې اقدام نه دی کړی، بلکې په دې وروستیو کې یې پر افغان ځواکونو بریدونو او تاوتریخوالي ته یې زور ورکړی دی.

طالبان بیا افغان حکومت ملامتوي، چې د دوی او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ طالب بندیان نه خوشي کوي او د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.

دې ډلې ګواښ کړی، که یې بندیان د کورونا وېروس له کبله په بندخونو کې تلف شي، غچ به یې واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *