تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د سولې روانه پروسه پېچلې او بې نتیجې ګڼي.
ښاغلي دانش چې نن یې په کابل کې یوې کمپایني غونډې ته وویل چې روانې پروسې ته په کتو دوی ته انتخابات لومړیتوب لري.
ښاغلی دانش همدا راز وایي چې د سولې پروسه پېچلې ده، ځکه دې پروسې ډېر وخت ونیوه او د نړیوالو له لوري له نهو میاشتو هڅو سره سره لاهم دوی کومې نهايي او روښانې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
سرور دانش په داسې مهال دغه خبرې کوي چې همدا تازه نن یکشنبه په دوحه کې له وسلوالو طالبانو سره د نهم پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي.
ښاغلی دانش په داسې مهال یو ځل بیا په ټاکنو ټینګار کوي چې له دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني بار بار په ټاکنو ټینګار کړی، خو د ولسمشرۍ ۱۴ نوماندانو بیا په خپلو دریځونو کې سولې ته لومړیتوب ورکړی دی.