تاند- د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی، له جنرال عبدالرشید دوستم سره کتلي دي.

د سرور دانش دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسمشر لومړي او دوهم مرستیال د هیواد د روانو حالاتو، د سولې او ملي تفاهم، د قومونو د یووالي او د مخامخ خبرو له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې ویلي چې جنرال دوستم یو «ستر او اغېز شیندونکی ملي شخصیت» دی.

د دوهم مرستیال ولسمشر د دفتر د خبرپاڼې پر اساس په دې کتنه کې جنرال دوستم وویل چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د یووالي د ټینګښت او د هیواد د ستونزو د هواري لپاره زغم او سرشیندنې ته اړتیا ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هیله کړې چې د هیواد ستونزې د اعتماد او همکارۍ په چاپېریال کې حل شي.

ظاهراً د ده اشاره وروستیو مظاهرو او ناکراریو ته ده چې په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم د یوه قوماندان نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته رامنځته شوي دي.

جنرال دوستم د احمد ایشچي د قضیې له کبله د ۱۳۹۶ لمریز کال د فور له میاشتې راهیسې په ترکیه کژې جلاوطن دی.

رجب طیب اردوغان پرون /دوشنبه/ د ولسمشرۍ د نوي دور په پیل کې لوړه پر ځای کړه.

اردوغان تر دې وړاندې ۱۱ کاله صدراعظم و او له تېرو ۴ کلونو راهیسې ولسمشر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *