تاند- یوه څېړنه ښيي چې افغانان د پخوا په پرتله زده کړو ته لېواله شوي او د تعلیم په خاطر په ځنډ واده کوي.

دا څېړنه، چې د امریکا د جان هاپکنز د بلومبرګ د عامه روغتیا د پوهنځي له لوري شوې، ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو وروسته له ۲۰۰۲ څخه را په دې خوا د نړۍ په دې تر ټولو لږ پرمختللي هیواد کې د زده کړو او په کم عمر ودونو په اړه د خلکو نظر ډېر بدل شوی دی.

په دې څېړنه کې، چې د نوومبر په ۲۲ په ( Journal of Adolescent Health) خپرونې انلاین خپره کړه، د بېوزلو ولسوالیو د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ له نژدې ۱۴۰۰ افغانانو او د هغوی له میندو او پلرونو سره د مرکو پر اساس شوې ده.

د پوښتل شویو کسانو ځوابونه ښيي چې یوازې په یوه نسل کې د واده په خاطر د ښوونځي پرېښودلو ته لېوالتیا خورا کمه شوې ده.

په دې سروې کې ټولو پوښتل شویو زلمکو ویلي چې واده یې نه دی کړی او په سلو کې ۷۵ یې لا هم په ښوونځیو کې دي حال دا چې د دوی میندو او پلرونو درس نه و ویلی او په کمو عمرونو یې ودونه کړي دي.

دا سروې د افغانستان په داسې ولایتونو کې شوې چې له تعلیمي او ټولنیز نظره تر ټولو وروسته پاتې دي.

د دې څېړنې اصلي لیکوال ډاکتر رابرت بلم، چې د جان هاپکنز پوهنتون د ښاري روغتیا د انتستیوت ريیس او د کورنۍ اونفوس د څانګې استاد دی، وايي چې دوی د افغان نجونو، هلکانو او د هغوی د میندو او پلرونو په ذهنیت کې یې د پام وړ مثبت بدلون لیدلی دی.

په ۲۰۰۲ م کال، چې د طالبانو رژیم تازه پرزېدلی و، په کلیوالي سیمو کې په کم عمر ودونه او د درس نه ویل عام و.

څېړنه وايي چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته عصري زده کړو ته لار پرانیستل شوه او خلکو له تلویزیون او انترنیټه رانیولې په مختلفو برخو کې ازادۍ ترلاسه کړې.

په سلو کې ۳۸ میندو او پلرونو ویلي چې لوڼې یې باید تر هغو واده نه شي چې لېسه یې بشپړه کړې نه وي، خو په سلو کې ۳۲ نورو ویلي چې که د لېسې تر بشپړولو مخکې واده شي، پروا نه لري.

البته اکثره پلرونو د ښوونځي تر بشپړولو مخکې د خپلو لوڼو له واده سره مخالفت ښودلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *