تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د سولې په پروسه کې د افغانانو غږ تر عنوان لاندې په پنځو ولایتونو کې تازه ترسره شوې سروې ښيي چې ۶۰ سلنه افغانان د سولې په اړه خوشبین دي.
دا سروې د افغانستان د سیاستګزاریو د ډلې لخوا په کندهار، ننګرهار، هرات، بامیان او بلخ ولایتونو کې له ۶۰۰ کسانو سره د مرکو په ترڅ کې شوې ده.
په دې سروې کې راغلي چې ۶۰ سلنه پوښتل شوي افغانان د امریکا او طالبانو د سولې مذاکراتو ته خوشبین دی خو ۳۰ سلنه افغانان فکر کوي چې هر څه مبهم رواندي او ۱۰ سلنه نور بیا فکر کوي چې د سولې مذاکرات نتیجه نه شي ورکولی.
تر ټولو زیاته خوشبیني د سولې په اړه ننګرهار کې ښودل شوې خو په بامیانو کې بیا د خوشبینۍ کچه ټیټه ده.
په دې نظر پوښتنه کې لویه برخه خلکو د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو او اوربند باندې ټینګار کړی دی.
همدا راز د پنځو واړو ولایتونو اوسېدونکو په یو غږ د دیني ارزښتونو، ولسواکۍ، د بیان ازادۍ دوام او د ګاونډیانو د منافعو سره د حکومت عیارول مهم بللي دی.
دا نظر پوښتنه په داسې حال کې شوې چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په نهايي کولو بوخت دی.