تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د ایشیا فاونډیشن یوه تازه سروې ښيي چې نږدې ۹۰ سلنه افغانان د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو ملاتړي دي.
د ایشیا فاونډیشن دا سروې چې له ۱۸ کلنۍ څخه پورته ۱۸ زره کسانو سره د سوال او ځواب په شکل شوې ده ۵۰ سلنه په کې ښځې دي.
یاد بنسټ وایي، په پوښتل شویو ۱۸ زره افغانانو کې یې۸۰ سلنه کلیوال او ۲۰ سلنه یې ښاریان دي، چې د امنیت، ټاکنو، حکومتولۍ، اقتصاد، لومړنیو خدمتونو، فساد، ځوانانو، له طالبانو سره د سولې، رسنیو ته د لاسرسي، کډوالۍ، په حکومت کې د ښځو په رول او سیاسي مشارکت راغږول شوي دی.
په سروې کې ۸۸ نیم سلنه وګړو له طالبانو سره د دولت د مذاکراتو ملاتړ کړی دی.
له دې منځه ۶۴ سلنه افغانانو ویلي چې کېدای شي د طالبانو او حکومت تر منځ خبرې نتیجه ورکړي.
په دې سروې کې ۷۸ سلنه افغانانو ویلي چې د سولې د خبرو په اړه معلومات ترلاسه کوي او نیمايي افغانانو ویلي چې د سولې په خبرو کې خپله استازولي احساسوي.
په دې سروې کې ۳۴ سلنه پوښتل شویو کسانو ویأي چې حکومت دې له سولې سره یو ځای شویو طالبانو ته د کار زمینه برابره کړي.
په دې سروې کې ۵۵ سلنه افغانانو د اساسي قانون د ساتل کېدو، ۵۴ سلنه وګړو د مرکزي قوي دولت، ۴۶ سلنه وګړو د بیان د ازادۍ د ساتنې، ۴۷ سلنه وګړو د رسنیو د خپلواکۍ او ۱۸ سلنه وګړو د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو غوښتنه کړې ده.
ایشیا فاونډیشن وایي، په سروې کې ورته ۶۶ سلنه وګړو ویلي هر څوک چې د ښځو پر زده کړو بندیز لګوي، دوی د ولسمشرۍ رایه نه ورکوي او ۶۵ سلنه کسانو ټینګار کړی دی چې ښځې باید له کوره دباندې کار وکړي.
په دې سروې کې ۳۶ سلنه وګړو ویلي چې افغانستان مثبت لوري ته روانن دی، خو ۵۸ سلنه وګړو ویلي چې وضعیت د خرابۍ پر لور روان شوی دی.
یاد بنسټ وايي، د افغانستان راتلونکي ته د خلکو خوشبیني زیاته شوې ځکه تېر کال د خوشبینۍ کچه ۲۶ سلنه وه، خو سږ کال ۳۶ سلنې ته لوړه شوې ده.
د یادونې ده چې ایشیا فاونډیشن له پنځلسو کلونو راهیسې هر کال له زرګونه کسانو سره د افغانستان په اړه سروې کوي او راپورونه یې خپروي.