سرپل کې پولیسو د هغه سړي مخه نیولې چې غوښتل یې د کورنیو مشکلاتو له امله خپله کوچنۍ لور او زوی په ۲۰ زره افغانۍ وپلوري.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي، دغه سړي غوښتل، خپله ۶ کلنه لور او ۴ کلن زوی په ۲۰ زره افغانۍ وپلوري، د مالت خلکو یې مخه نیولې ده.

ځایي خلک وایي، دغه کس معتاد و، لومړۍ میرمن یې طلاقه کړې وه او دوهمې میرمنې یې ورته بچي نه پالل، خو د ماشومانو پلار محمدالله وایي، غریبي یې زیاته وه، نو ځکه دی اړ شو چې د بچیانو د پلور خبره چاسره وکړي.

نوموړی وایي، اوس یې چې حکومت مخه نیولې او د مرستې وعده یې ورسره کړې ده نو دی هم د خپلو اولادونو په پلور پښیمانه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د والي مرستیال عبدالملک عظیمي پر خپل فیسبوک لیکلي، محمدالله چې له ډېرې بیوزلۍ د اولادونو پلورلو ته مجبور شوی و، دوی ورسره لومړنۍ مرستې کړي او نورې به هم ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *