تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: طالبانو تېره شپه په سرپل ولایت کې د صیادو د ولسوال په کور وسله وال برید کی چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

د سرپل د والي وویاند ذبیح الله اماني تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، پېښه تېره شپه دوه بجې د صیادو د ولسوال حیات الله حیات په کور شوې چې طالبانو غوښتل دغه ولسوال ترور کړي.

 د اماني په خبره، کله چې طالبانو برید کړی، د حیات الله حیات له کوره هم مقاومت ورسره شوی دی چې په ترڅ کې ی د ولسوال کاکا  او زوی وژل شوی خو ولسوال ژغورل شوی دی او دوه ساتونکي یې هم ژوبل دي.

ښاغلي اماني زیاته کړه په دغه نښته کې د ولسوال کور زیانمن شوی او طالبانو د هغه هایلکس موټر ته هم اور اچولی دی.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ