تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: د شاهین ۲۰۹ قول اردو په سرپل ولایت کې د طالبانو د دوه مهمو قومندانانو سنګري او نورشیخ د وژلو ادعا کړې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، دا دواړه قومندانان په صیادو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په دې نښته کې له دغو دواړو قومندانانو سره څلور نور وسله وال هم وژل شوي او ۳ ملګري یې ژوبل دي.

د ښاغلي رضايي په خبره نښته دوه ساعته وه چې په کې ۲ افغان سرتېري هم ژوبل شوي دي، خو طالبانو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *