تاند، سه شنبه، د ثور ۸مه: شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي، د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې یې تېره شپه د طالبانو مهم قومندان ملا سردار له ۶ وسله والو سره وژلی دی دی.
د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي تاند ته په استولي پیغام کې ویلي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې تېره شپه پر افغان ځواکونو دوه ساعته جګړه کړې ده چې په دفاعي ډزو کې ملا سردار او د هغه شپږ ساتونکي وژل شوي او پنځه نور یې ژوبل شوي دي، خو افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.
بلخوا په جوزجان کې هم طالبانو د منګجیګ ولسوالۍ پر پوستو تېره شپه درانه بریدونه کړي دي چې د والي د ویاند عبدالمعروف اذر په وینا دغو بریدونو کې ۶ طالبانو وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.
عبدالمعروف اذر وايي، په دې نښته کې ۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
طالبانو لا څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې په دې وروستیو کې خپل بریدونه لا زیات کړي دي او د اوربند غوښتنه یې نه ده منلې.