تاند، جمعه، د جدي ۶مه: په سرپل کې یو مېړه خپله پولیسه مېرمن د چاکو په ګوزارونو وژلې ده.
چارواکي وایي، دغه پيښه پرون ماښام د سرپل د مرکز د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې او ۳۰ کلنه عید بي بي چې په صیادو ولسوالۍ کې یې د پولیسۍ دنده تر سره کوله کور ته په راتګ د میړه لخوا د چاکو په ګوزارونو وژل شوې ده.
د سرپل امنیه قومندان جیلاني ابوبکر وایي، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې چې په تړاو یې د وژل شوې مېرمنې د میړه د کورنۍ دوه غړي نیول شوي او پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي.
سرپل د هیواد له شمالي ولایتونو څخه دی چې د ناامنۍ سربیره، په کې د کورني تاوتریخوالي پېښې هم زیاتې کېږي.