تاند، دوشنبه،د جدي ۲۳مه: تاند ته د رسيدلیو معلوماتو له مخې حکومت په باندنیو چارو وزارت کې د صلاح الدین رباني تر ګوښه کېدو وروسته په لومړي ځل پراخې ګمارنې کړې دي.
د دغو معلوماتو له مخې چې د باندنیو چارو وزارت یوې سرچینې تاند ته سپارلې دي، سلیمان کاکړ د هند به حیدراباد کې جنرال قونسل، د هرات پخوانی والي اصف رحیمي په هالنډ کې سفیر، د کندهار پخوانی والي همایون عزیزي په فرانسه کې سفیر، د ولسمشر سکرتر مختار په کاناډآ کې د سفیر مستشار، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مسعود عزیزي په دوبۍ کې جنرال قونسل، د میرداد نجرابي ورور عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مرستیال، صفت رحیمي د جرمني په مونشن کې جنرال قونسل، ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ویس هدایت په کاناډا کې د افغان سفارت مستشار او سهیل هدایت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې مستشار ټاکل شوی دی.
که څه هم د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد تاند ته د دغه لیست د تایید او رد په اړه څه نه وايي، خو دا په داسې حال کې ده چې د باندنیو چارو وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې وویل، په خپلو داخلي او بهرنیو استازولیو کې نږدې ۲۰۰ بستونه راکموي او د اصلاحاتو لپاره به ګڼې مقررۍ وکړي.