تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: یوې طالب سرچینې تاند ته ویلي چې ډېر احتمال شته په قطر کې یو وار بیا د جدي په ۱۶مه یعني د دوشنبې په ورځ زلمي خلیلزاد او طالب پلاوي یوولسم پړاو مذاکرات پيل شي.
دغه خبرې چې له نهو پړاوونو وروسته د دوه میاشتو لپاره وځنډېدې، په لسم پړاو کې یو وار بیا د دسمبر له ۱۳مې نېټې څخه د لنډې وقفې په نوم پر اوربند او تاوتریخوالي راکمولو د سلا مشورو لپاره ځنډول شوې دي.
سرچینه وايي، د طالبانو نظامي قومندانان اوربند نه مني خو په دې د ټولو مشرانو سلا راغلې ده چې په ښارونو کې تاوتریخوالی او بریدونه راکم شي.
امریکایي لوری او افغان حکومت لاهم د سولې خبرو لپاره اوربند د اساسي شرط په توګه یادوي، خو ویل کیږي طالبانو پرېکړه کړې که د تاوتریخوالي راکمولو طرحه ورسره ونه منل شوه، مذاکرات به مخته ولاړ نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا د سفارت یو چارواکي هم رسنیو ته ویلي وو، چې خلیلزاد له طالبانو سره درې ورځنۍ غونډه کوي.
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، له طالبانو سره د خلیلزاد کتنه دا معنا نه لري، چې د دوی تر منځ درول شوې خبرې بیرته پیل شوې، بلکې امریکا به تر هغه له دې ډلې سره خبرې پیل نه کړي، څو یې په افغانستان کې تاوتریخوالی نه وي کم کړی.