تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د افغان حکومت یوه سرچینه وايي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو وروستۍ ناسته کې د “اوربند” په اړه “پرمختګ” نه دی شوی.
تیره اوونۍ د دواړو خواو استازو د سولې تړون د عملي کولو لپاره په راتلونکو ګامونو او همدارنګه [دوه اړخیز] تړون او د هغې د لاسلیک مراسمو باندې خبرې وکړې.
خو موثقه حکومتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وایي، د اوربند موضوع د امریکا لخوا د بحث لپاره راپورته شوې وه، خو طالب استازو له دې پلان سره مخالفت وکړ.
د سرچینې په وینا ، د همدې له امله د دواړو لورو تر منځ خبرې د نهایې پایلې یا پرمختګ ترلاسه کولو پرته ودرېدې.
بلخوا امریکايي او طالب چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
طالبانو په قطر کې د متحده ایالاتو له استازو سره په قطر کې د وروستيو لیدنو څخه مخکې ویلي وو چې د بحث اصلي موضوع یې د تاوتریخوالي کمول دي.
وروسته راپور ورکړل شو چې د طالبانو استازو د “تاوتریخوالي کمولو” پلان سره هوکړه کړې وه، خو دا پلان د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تر نیوکو لاندې راغلی.
ارګ وویل چې د تاوتریخوالي کمول یو مبهمه اصطلاح ده او باید د خبرو اترو د پرمختګ لپاره یو “اوربند” وشي.