تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه باوري سرچینه تاند ته وایي، محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نهایۍ پایلو له مخې ګټونکی نوماند دی.
دغه سرچینه وایي، د جنجالي او تفتیش وړ ټولو رایو يه اړه د ټاکنو کمېسیون پلټنې بشپړې شوي، راپور یې د شکایتونو کمیسیون ته ورکړل شوی او کمیشنران فی الحال په یوه بنده خونه کې له ماسپښین راهیسې په مجلس بوخت دي چې تر راوتلو سمدستي وروسته به پایلې اعلان کړي.
د سرچینې په حواله اشرف غني له پاکو رایو سره بریالی نوماند دی لو د مازیګر تر پنځو بجو پورې به یې د ولسمشر اعلانیدو پورې ټول کارونه خلاص شي.
سرچینه وایي، د ټاکنو د نهایي پایلو په اړه هیڅ شکمن شی له پلټنې پرته نه دی پاتې او هر څه په شفاف ډول مخته تللي دي.