تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، طالبان امریکا سره د سولې هوکړه ته په نږدې کېدو له افغان حکومت سره د خبرو نه کولو له دریځه شاته شوي او اوس یې افغان حکومت سره خبرو ته شین څراغ ښودلی دی.
د تاند سرچینې وايي، اتم پړاو خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د اختلافاتو برخه کې ټولې غوټې خلاصې شوې دي او دواړو لوریو تخنیکي ټیمونو ته دنده سپارلې ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، اوربند او افغاني مذاکراتو میکانیزم جوړ کړي او په دې بحث ته لاره اواره کړي چې له سولې وروسته به هوکړه څه ډول پلې کيږي.
د قطر دفتر یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط د بي بي سي انګلیسي څانګې ته ویلي، طالبانو په دې وروستیو کې له خپل پخواني دریځ څخه شاته تګ کړی او غواړي له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
د قطر دفتر دغې سرچینې ټینګار کړی چې امریکا او طالبانو د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي چې له کبله به یې د سولې تړون ډېر ژر لاسلیک شي.
سرچینه وايي، له پرون راهیسې چې خلیلزاد قطر ته روان شوی، ملا برادر هم غواړي چې ازبکستان ته یو لنډه کی سفر وکړي، خو د قطر دفتر کې بیا دوه ټیمونه له پرون ماسپښین راهیسې به دې کار کوي چې د سولې د هوکړې د پلي کېدا پر میکانیزم کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم طالبانو سره د مذاکراتو د پیل لپاره د د دریو پلاویو د جوړېدو خبر ورکړی چې لومړی پلاوی به یې ۱۵ کسیز او مذاکراتي وي، دویم به ملاتړی پلاوی وي او دریم به یې تخنیکي پلاوی وي چې د سولې د هوکړې مواد تحلیل او تفسیر کړي.
پاکستانی دلالانو
خاندان مو له سوله سره وغیم. که سوله کوی دا بی گناه افغانان بیا ولی وژنئ. هغه وایی چی له سل خونییانو مه ویریزه خو له یوه کونی ویریزه. اوس نو له پاکستانی دلالانو دار په کار ده.