تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: د ارګ مؤثقې سرچینې تاند ته ویلي چې د باندنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان په وزارت کې د اصلاحاتي کڅوړې د چمتو کولو له کبله په ولسمشر ډیر ګران شوی و خو یوې تېروتنې له دندې لرې کړ.
سرچینه وايي، ولسمشرغني ادریس زمان ته وعده ورکړې وه چې تر څو یې بل وزیر نه وي ټاکلی او نوې کابینه یې د بریا په صورت کې نه وي وړاندې کړې، دی به د باندنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي معین وي.
خو دغه سرچینه وايي، ادریس زمان خپله مېرمن په لندن کې د افغانستان په سفارت کې مقرره کړې وه او هغې له دیپلوماتیکو اصولو خلاف سمدواره د انګلستان حکومت ته د سیاسي پناه ورکولو غوښتنلیک وړاندې کړی و.
سرچینه وايي، د انګلستان حکومت لخوا دغه غوښتنه په مستقیم ډول ولسمشر غني ته راجع شوې وه چې ولسمشر یې سخت خپه کړ.
د دیپلوماتیکو اصولو له مخې برحاله دپلوماتان په بهر کې د پناه غوښتنه نشي کولای.
سرچینه وايي، د ولسمشر غوسه د ادریس زمان په مقابل کې اوس سړه شوې او د هغه د هلو ځلو قدر کوي چې نږدې راتلونکي کې کېدای شي بل ماموریت ور وسپاري، خو هغه به د وزارت په کچه نه وي، بلکې سفارت یا بله کومه څوکۍ به وي.
دا په داسې حال کې ده چې ادریس زمان په دې وروستیو کې د باندنیو چارو وزارت کې د ژورو اصلاحاتو له کبله پراخ ولسي محبوبیت ترلاسه کړی و چې ناڅاپي لرې کېدو یې شکونه راپورته کړل.
زمان صيب! دومره لويه اشتباه څنګه کوله؟
زمان صيب او دومره لويه اشتبله
موږ
سل کاله مخکی مو پر لنګوټو وخندل
نه نوی کاله مخکی مو پر نیکټائی وخندل
اته نوی کاله مخکی مو بیا پر لنګوټه وخندل
اووه نوی کاله مخکی مو پر نیکټائی وخندل
شپږ نوی کاله مخکی مو بیا پر لنګوټه وخندل
شل کاله مخکی مو اصلاً د نیکټائی د اعدام حُکم صادر کړ
اتلس کاله مخکی مو لنګوټې ته برائت ورکړ او نیکټائی ته عزت
خو
تر هغه وروسته تر نن ورځی نیکټائی پر لنګوټه او لنګوټه پر نیکټائی خاندی
او
د خړو عسکری بوټو خاوندان هم حیران! دی چی کوم یوه ته غوږ ونیسی
راسی دواړه ایسته لیری وغورځوو
او
خپل اصیل انسانی لباس ځان ته واچوو
او
د چور او نامطمئن سبا وسوسی ته ځانونه ونه سپارو
او
د یو مستخدم او یا خادم دوکاندار پتوګه د دوکان مال د دوکان د اصلی څښتن په غیاب کی لیلام نکړو
دا ټول افواهات دي. ادریس زمان هېڅکله داسې خام کار نه کوي. مونږ اکثرا د افواهاتو ، توطئو او د درواغو قربانیان یو.