تاند، جمعه، د حمل ۲۹مه: وروسته له هغې چې د غزني ولایت لپاره د امنیه قومندان په توګه په فساد او له طالبانو سره په همکارۍ تورن خلیل اندرابي وټاکل شو، اوس د کورنیو چارو وزارت اړوند یو بل لیست راوتلی دی چې په دغه وزارت کې د فساد او قومي ګمارنو د نه تصفیې ښکارندویي کوي.
د کورنیو چارو وزارت یوه باوري او لوړ پوړې سرچینه تاند ته وايي، هغه لیست چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او ښيي چې دغه وزارت یوازې یو قوم په انحصار کې اخیستی دی، نږدې ۹۵ سلنه رښتیا دی.
تاند دغه لیست د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي ته استولی او ترې ومو غوښتل چې په دې اړه تحقیق وکړي او حقیقت راته ووايي.
دغې سرچینې تاند ته وویل، چې له ۳ یا ۴ تېروتنو پرته دا لیست کاملاً دقیق دی.
سرچینې وویل چې د کورنیو چارو وزارت یوه مرستیاله یا مرستیال هزاره ده او دوه نورې چوکۍ چې په دې لیست کې د تاجک په نامه یادې شوي د پښتنو دي، نور کاملاً درست دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دا لیست فاجعه او ځوروونکی بلل شوی دی.
دا ليسټ يوازې د کورنیو چارو وزارت اړوند ګمارنې دي چې تر ډېره په کې تاجیکان د وزارت په چوکیو خپل انحصار ښيي.
د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس – تاجک
د وزارت د مقام عمومي ریاست معاون – تاجک
سریاور وزیر- تاجک
معاون سریاور وزیر – تاجک
د وزیر درې سکرتران درېواړه – تاجک
داخله وزارت 26 مشاورین ټول – تاجک
د ستراتیژیکو اړیکو عمومي رئیس – تاجک
د ستراتیژیکو عمومي اړیکو د ریاست دفتر رئیس – تاجک
د وزارت ویاند – تاجک
د وزارت د رواني جنګ رئیس – تاجک
د وزارت د سازمان رئیس – تاجک
د ولسونو ریاست رئیس – تاجک
د عقایدو او کلتوري ریاست رئیس – تاجک
د پولیسو ۱۱۹ ریاست رئیس – تاجک
د کشف عمومي ریاست رئیس – تاجک
د عملیاتو ریاست رئیس – تاجک
د اختطاف یا تښتونې سره مبارزې ریاست رئیس- تاجک
د ځانګړو جرمونو ریاست رئیس – تاجک
د عمومي اوپراسیون د ارکان عمومي ریاست رئیس – تاجک
د اوپراسیون عمومي ریاست رئیس – تاجک
د عمومي عملیاتو ریاست معاون – تاجک
اوپراسیون وزارت داخله – تاجک
د تخنیکی چارو ریاست عمومي اوپراسیون – تاجک
د تروریزم سره مبارزی ریاست رئیس – تاجک
د مالي چارو ریاست رئیس – تاجک
د لوجسټیک عمومي ریاست رئیس عمومي – تاجک
د لوجسټیک ریاست معاون – تاجک
د مرکزي دایرې ریاست معاون – تاجک
د وزارت د قرارګاه قومندان – تاجک
د شهیدانو او معیوبینو ریاست رئیس – تاجک
د درې سوه بستریز روغتون رئیس – تاجک
د لوړو زده کړو ریاست رئیس – تاجک
د عمومی آکاډمۍ ریاست رئیس – تاجک
رئیس ستف کالج وزارت داخله- تاجک
د انترپول ریاست رئیس – تاجک
د خدمتونو ریاست رئیس – تاجک
د وزارت پیژنوال – تاجک
د پیژنوال معاون – تاجک
د چاپ ریاست رئیس – تاجک
د محلي پولیسو ریاست رئیس – تاجک
د وزارت د پالیسي معین – تاجک
د پالیسی معینیت دفتر رئیس – تاجک
درې ریاستونه د پالیسۍ د معین د اثر لاندې – تاجک
د وزارت ارشد ستر معین – تاجک
د ارکانو ریاست او ستر معین – تاجک
کابل امنیه قومندان – تاجک
د کابل امنيې قومندانۍ معاون – تاجک
د کابل قومندانۍ امنیتي معاون – تاجک
د جنايي څېړنو ریاست رئیس – تاجک
د روغتیا ریاست رییس – تاجک
د وزارت اداري معین – تاجک
د اداري معینیت معاون – تاجک
د عمومي تفتیش ریاست رییس – تاجک
د عمومي تفتیش ریاست معین – تاجک
د بشري منابعو عمومي ریاست رئیس- تاجک
د بشري منابعو عمومي ریاست معین – تاجک
د عمومي تشکیلاتو ریاست رئیس – تاجک
د تشکیلاتي چارو د تنظیم ریاست رئیس – تاجک
د جندر ریاست رئیس – تاجک
————–‐—————‐
د تامیناتو معین – پښتون
د جرمونو سره مبارزې رئیس – پښتون
د نظم عامه رئیس – پښتون خوشحال سادات
د مطبوعاتو رئیس – پښتون
——————————-
هزاره- بیخی شتون نلري
‐——————————
یوازې له نشه یي توکو سره د مبارزې معین – ترکمن
ښاغلي عبدلله خو د تاجکو هزاروو او ازبکو ټولو نمايندګي کوي او هغوي يي شاته ولاړ دي او خپله عبدلله ۴۰په سلو له ښاغلي غني نه د قدرت غوښتل لر ي نو انډول ته که په قضاوت سره وګو رو نوچ ۶۰ په سلو کي پوستونه بايد پښتنو ته په لاس کي ور کړل شي برسيره پر د چه ښاغلي عبدلله اتخابات بايللي
دا شپيته او څلويښت انډول بايد د افغانستان په ټولو دولتي ايدارو کي راوستل. شي
زه په خپله په دی اند وم چه دا ښاغلی اندرابی وزیر به متعصب او قوم پالوونکی ونه اوسی
اما دی خو دستميانو رهبر په څی را څرګند شو
داچه افغانستان دټولوګډکوردی نوداخبره باید په نظرکی ونیول شی چه هیڅ ډله اوهیڅ چارواکی ددی حق نلری چه دخپلی خوښی په دولتی پوستونو ګمارنی وکړی. اوبیا چه کله دمسؤلیت خبره رامنځته کیږی باید هرډول ځواب ویونکی وی.هغه کسان چه ناری سوری وهی چه ولسمشرفاشست اونشنیلیست دی رادشی دپورنی راپورځواب دووائي.