تاند، شنبه، د قوس ۲مه: وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې په هوکړه د کار خبر ورکړی، یو شمېر سرچینې هم تاییدوي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د بندو دروازو ترشا په پټه مذاکراتو ته رسېدلی دی.

سرچینې وايي، خلیلزاد دا مهال له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي دي او امکان لیدل کېږي چې ډونالډ ټرمپ د دې اوونۍ تر پایه رسما د مذاکراتو د بیا پیل اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ادعا کړې چې ښاغلي ټرمپ د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره اوربند شرط ګڼلی او د افغان حکومت اووه ماده ییزه طرحه یې تایید کړې ده.

د حکومت ټینګار دا دی چې امریکا غواړي افغان حکومت د مذاکراتو محوریت او مدیریت ته راشي، خو تر اوسه داسې څه په ظاهره نه لیدل کېږي.

بلخوا طالبانو هم تر اوسه نه ده تایید کړې چې د بندیانو له تبادلې وروسته یې له امریکایانو سره مذاکرات پيل شوي دي که لا هم پروسه په ټپه ولاړه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *