تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د جوزجان ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې له دریو ورځو راهیسې ۱۵۰ افغان سرتېري محاصره کړي دي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړی عبدالحی حیات تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې وايي، طالبانو درې شپې وړاندې په درزاب ولسوالۍ برید کړی او نیولې یې ده.
نوموړی وايي، په جګړه کې افغان ځواکون ته مرګ ژوبله اوښتې خو ځینې سرتېري له ولسوالۍ څخه ډېر اخوا د دهشکې او انتن پوستو ته رسېدلي دي: (( د درزاب له سقوط وروسته د کورنیو چارو وزارت خاصو ځواکونو طالبان له دې ولسوالۍ وویستل، کله چې امنیتي سرتېري له دغو دوه پوستو بېرته راستنېږي، طالبانو په کمین کې ایسار کړي او د خاصو ځواکونو قطعه هم بېرته کابل ته ستنه شوې ده.))
نوموړی وايي، اوس مهال د انتن په پوسته کې ۱۵۰ سرتېري محاصره دي چې د ملي اردو، عامه نظم او ملي پولیسو اړوند کسان په کې دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، درزاب ولسوالي له طالبانو پاکه شوې او په ځینو سیمو کې یې د ګواښونو د ځپلو لپاره عملیات روان دي.