تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: سرچینې وايي، طالب مشرانو خپلو مرکچیانو ته اجازه ورکړې چې له امریکا سره د سولې د هوکړې په برخه کې په اوربند موافقه وکړي.

که څه هم رسمي طالب سرچینې په دې اړه لا تر اوسه څه نه وايي، خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یو درې کسیز پلاوی له قطر څخه پاکستان ته استولی و تر څو له خپلو مشرانو سره د امریکا د لس ورځني اوربند په غوښتنه مشورې وکړي.

 څه موده وړاندې امریکايي مرکچي زلمي خلیلزاد هم د ډسمبر په ۱۳مه مذاکرات د دې لپاره ودرول چې په وینا یې طالبان له خپلو مشرانو سره د امریکا وروستۍ خبره شریکه کړي.

زلمي خلیلزاد خو څه نه وو ویلي چې له طالبانو یې څه غوښتي خو عرب نیوز بیا په خپل راپور کې ویلي وو چې نوموړي له طالبانو لس ورځنی اوربند تر هوکړې وړاندې غوښتی دی.

مګر نن بیا پخواني طالب چارواکي جلال الدین شینواري تاند ته وویل چې د سولې هوکړه د امریکالخوا  د اوربند غوښتنې ځنډولې ده چې طالبان پرې مشورې کوي.

2 thoughts on “سرچینې: طالب رهبرۍ خپلو مرکچیانو ته د اوربند د منلو اجازه ورکړه”
  1. کچیری موږ افغانان تیر اوربند وګورو طالبانو دری ورځی اوربند وکړ چی زیاترو بیا له هغو افغان سرتیرو سره تصویرونه اخیستل چی لدوی سره په لومړی کرښه کی جنګیږی مګر یو تصویر داسی ونه لیدل شو چی له امریکایانو سره اخیستی وی نو چی اوس دوی بیا اوربند کوی بیابه هم له دولتی ځواکونو سره نرمښت ښایی که د پاکستان پوځ او استخباراتو اوتو بوتو ته به غوږ نیسی ځکه اوس ښکاره دوی وایی چی موږ دا خبره په پاکستان کی له خپلو مشرانو سره شریک وو نو چی دا دوی وایی چی زموږ مشران په پاکستان کی دی نو ولی امریکا په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار نه راوړی چی پخپله پاکستان په طالب مشرانو فشار راوړی چی دایمی اوربند او بین الافغانی خبرو ته غاړه کیږدی مطلب امریکا+پاکستان د افغان ولس غوښتنو ته ژمن ندی یعنی دلته سوله نغواړی بلکه دا غواړی چی هیواد د تل لپاره ورور وژنه وی ترڅو پاکستان پدی اساس وکولای شی خپل تجارتی توکی مرکزی آسیا او افغان ولس بی کیفیت خوراکی توکی وپلوری مګر چی کله د نورو په شان همدا طالبان د دولت په چوکاټ کی یوځای شی بیا دا ولس ورته کړیدلی ولس ښکاری مګر افسوس چی ګلبدین اوس هم وایی چی پدی جنګ کی زیات تاوان پاکستان ته رسیدلی لا اوس هم نه منی چی افغانان بی اوره وسوځیدل

  2. ما دا روس خلاف جهاد دوران کښۍ په روزنامه جنګ كښي دا ليكنه لوستي وه چه** تم ني ډاكه ديديا حمنې كابل لي ليا** دا ليكنه جنرل عنظفر وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *