د روسیې د بهرنیو چارو وزیر

تاند، چهارشنبه، د وږي ۳مه: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې ویلي، د افغانستان شمالي ولایتونه شاید د ترهګرو ډلو لپاره د نوی پسرلي په فرصت بدل شي، چې له همدې کبله له دغه هېواد سره د بهرنیانو مرستو ته اړتیا ده.

 ښاغلي لاوروف ویلي، د شوروي بلاک او د شانګهای د همکاریو سازمان باید خپل ټول پام له افغانستانه راپورته کېدونکو ګواښونو باندې متمرکز کړي، ځکه له دغه هېواد څخه شمالي اسیا ته د داعش ګواښ ډېر په جدیت سره متوجه دی.

 ښاغلي لاوروف زیاته کړه، له همدې ګواښونو سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، تېرو تجربو ثابته کړې  چې له افغانستان سره د مرکزي آسیا د اقتصادي همکاریو د پراختیا هیڅ پلان د امنیتي ګواښونو له حل پرته پلی کېدای نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *