تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي، دغه تونل به د عقرب له ۷مې څخه تر شلو راتلونکو ورځو پورې د شپې له مخې د تخنیکي مطالعاتو لپاره تړلی وي.
د ټرانسپورټ وزارت د لویو لارو ملي ادارې لخوا تاند ته په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي سالنګ لاره به د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې د شلو ورځو لپاره تړلې وي او هیڅ ډول موټر به پرې په دغه وخت کې تګ راتګ نه شي کولای.
د سالنګونو د حفظ و مراقبت ریاست وايي، هغه تخنیکي ماشینونه چې د سالنګونو د تخنیکي مطالعې لپاره راوستل شوي دي، ډیر لوی دي او د کار پر مهال یې په خوا کې هیڅ ډول نور وسایط تېرېدای نه شي، نو له همدې کبله یې د شپې لخوا د موټرو په تګ راتګ بندیز لګولی دی.