تاند- د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ دانتخاباتو د دوهم پړاو پر شکایتونو غور پای ته ورساوه او خپله نهايي پرېکړه یې اعلان کړه.

د انتخاباتي شکایتونو د خپپلواک کمیسیون ویندوی نادر محسني نن /پنجشنبه/ وویل، د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري په باطل شویو صندوقونو کې دوی یوازې ۲۸ د اعتبار وړ وبلل او نور ټول صندوقونه، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باطل اعلان کړي ول، د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون تایید کړل.

تر محسني مخکې د دغه کمیسیون رييس عبدالستار سعادت د کمیسیون د پرېکړو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د دوی د پرېکړې له رسېدو وروسته که په ۲۴ ساعتونو کې د دوی د پرېکړو په وړاندې شکایت ونه شو، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مکلف دی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.

ګومان نه کېږي چې کوم کاندید دې شکایت وکړي ځکه چې د شکایت په نتیجه کې هرراز بدلون د انتخاباتو پر پایلو اغېز نه شي لرلی.

ښاغلي سعادت د رایو د پایلو په اړه څه ونه ویل خو یادونه یې وکړه چې د رایو د نتیجې اعلان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولیت دی.

عبدالستار سعادت وویل، نه یوازې د کاندیدانو پلویانو بلکې حکومتي مامورینو هم درغلۍ کړې دي.

ده وویل، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پرېکړه کړې چې د انتخاباتي کمیسیونونو هغه کارکوونکي، چې درغلي یې کړې ده، نور هیڅکله په کمیسیونونو کې د کار اجازه نه شي لرلی.

One thought on “سعادت: د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مکلف دی چې په ۲۴ ساعتونو کې پایلې اعلان کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *