تاند: سعودي عربستان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دغه هیواد ته له ورتلونکو حاجیانو څخه غوښتي چې مکې ته له راتګ سره سم دې یوازې خپل فرایض ترسره کړي او له هر ډول سیاسي او مذهبي شعارونو ورکولو دې ډډه وکړي.

د سعودي د وزیرانو کابینې غونډه کې پریکړه شوې چې د حاجیانو سیاسي، مذهبي شعار ورکول او فعالیت مناسب کار نه دی او دا ډول فعالیتونه به یې د منلو وړ نه وي.

د سعودي حکومت دغه راز اعلان کړی هر څوک چې د حج د فرایضو پر مهال په سیاسي، یا د ډلې ټپلې او مذهب په نامه د افراطیت په خپرولو او شعار ورکولو ونیول شو، پر ضد به یې سخت اجرائت وشي.

بلخوا د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان بن عبدالله بن عبدالعزیز سږ کال مکې ته ورتلونکو حاجیانو ته هرکلی ویلی او زیاته کړې یې ده چې د حاجیانو لپاره دې ټولې اسانتیاوې برابرې کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې له ټولې نړۍ څخه سعودي عربستان ته حاجیانو د کاروانونو ورتګ پیل شوی دی.

له افغانستانه هم وړمه شپه د ۳۴۵ حاجیانو کاروان سعودي عربستان ته ولاړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *