سید ابرار صمیمي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بیاوړي شهزاده محمد بن سلمان په بلنه دغه هیواد ته په رسمي سفر تللی دی. توقع ده چې دغه سفر په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ د افغانستان لپاره ښه نتایج ولري.
په سعودي عربستان کې په لکونو افغانان په کار او غریبي بوخت دي. په تیرو دریو کلونو کې له سعودي عربستان سره د روابطو د نژدې کېدو یو مهم مقصد دا و چې دغو کارګرو ته اسانتیاوې زیاتې شي او د مشکلاتو د کمیدو لپاره یې زمینه برابره شي.
له بلې خوا سعودي عربستان د اسلامي دنیا د مرکز په توګه په ټوله اسلامي دنیا کې ډیر معنوي نفوذ لري او له دغه نفوذ څخه خصوصا د افغانستان د سولې په پروسه کې ښه استفاده کېدای شي.
سعودي عربستان له هغو محدودو هیوادونو څخه و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی و او څنګه چې طالب مشران خپل کشران د اسلام په نامه تیرباسي، نو ځانونه څه نا څه مجبور ګڼي چې د عربستان د حکومت او علماوو خیال وساتي. وړم کال چې د کعبې شریفې امام انتحاري حملې حرامې وګڼلې، نو په عقیدوي او سیاسي لحاظ یې طالبان ډیر وارخطا کړل او د دوی جنګ ته یې سخته ضربه ورسوله.
سعودي عربستان له یو بل اړخه هم د افغانستان په سوله کې مهم نقش لوبولای شي او هغه له پاکستان سره د سعودي روابط دي.
نن سبا چې پاکستان په سیاسي لحاظ د منزوي کیدو له خطر سره مخامخ دی نو په سعودي باندې یې تکیه نوره هم زیاته شوې ده. په وروستیو ورځو کې پاکستان اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د دفاع لپاره دغه هیواد ته نوي عسکر استوي. دوه کاله پخوا چې سعودي له پاکستان څخه عسکر غوښتي وو، په پاکستان کې ورسره سخت مخالفت شوی و خو اوس پاکستان په خپله ورته غوړه مالي کوي چې ګوندې د سعودي توجه ورته جلب شي او د امریکا او نړیوالې ټولنې له شره یې وژغوري.
په وروستیو ورځو کې امریکې، انګلستان ، فرانسه او جرمني له ځان سره ملګري کړي دي او دا نیت لري چې پاکستان د هغو هیوادونو په لست کې شامل کړي چې له تروریزم څخه مالي ملاتړ کوي. د امریکا او د هغې د متحدانو دې پریکړې پاکستان سخت وارخطا کړی دی. پاکستان داسې ګڼي چې نه یوازې به په اقتصادي لحاظ انکشاف ورته سخته شي، بلکې په سیاسي لحاظ به هم لوی ګوزار وخوري نو په همدې وجه سعو دي ته خوشامندې کوي چې د امریکا له غضبه یې وساتي.
څرنګه چې پاکستان ته د امریکا د قهر اصلي وجه دا ده چې پاکستان په افغانستان کې د جګړه مارو پټ حمایت کوي او په افغانستان کې د سولې او ثبات پروسه تخریبوي نو ډیر احتمال شته چې پاکستان د امریکا د خوشحالولو لپاره اوس کوښښ وکړي چې طالبان د سعودي د لارې سولې ته وهڅوي. داسې ښکاري چې په دې حساس وخت کې به سعودي عربستان ته د افغانسان د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر د سفر او هلته د ملاقاتونو یوه اصلي موضوع د سولې له بهیر سره تعلق ولري.
په تیرو څو میاشتو کې چې جنوبي اسیا او افغانستان ته د امریکا د نوي ستراتیژي له اعلانه وروسته پاکستان تر فشار لاندې دی، نو پاکستان ډیره هڅه وکړه چې ځان چین، سعودي، ایران او روسیې ته ورنژدې کړي.
خو داسې ښکاري چې ایران هم تر ډیره حده ځواب ورکړی دی. په وروستیو ورځو کې هند ته د ایران د ولسمشر ښاغلي روحاني سفر او هلته د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو د زیاتیدو لپاره ګڼ قراردادونه دا مانا لري چې ایران نور پاکستان ته خاص اهمیت نه ورکوي. چین که څه هم د پاکستان ستراتیژیک ملګری دی او په دې هیواد کې یې د لسګونو میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده خو اوس چې امریکا او لویدیځ متحدان یې په پاکستان باندې مستقیم او غیرمستقیم مالي فشارونه زیاتوي، دا امکان زیاتیږي چې چین په خپلو ژمنو کې پاتې راشي او تر مالي فشارونو لاندې پاکستان د لسګونو میلیارده ډالرو د لګولو لپاره چندان مناسب ځای ونه ګڼي. له بلې خوا چین په سینګیانګ ایالت کې د ایغور افراطیانو له فعالیتونو پریشانه دی او دغه افراطیان د طالب او داعش په سیوري کې پالل کیږي. نو چین که څه هم له هند سره د خپلو مخالفتونو په وجه له پاکستان سره نژدې تعلقات لري خو له پاکستان سره یې ستونزې هم شته او خصوصا د افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسي د ځان په تاوان ګڼي.
روسیه هغه وروستی هیواد دی چې پاکستان ورباندې تکیه کولای شي خو روسیه له یوې خوا په اقتصادي لحاظ له ډیرو مشکلاتو سره مخ ده او له پاکستان سره ډیر څه نه شي کولای، له بلې خوا روسیه هم په دې پوهیږي چې د طالب په حمایت کې تر ګټې تاوان ورته زیات دی.
د پاکستان انزوا ته په پام سره ویلای شو چې د حنیف اتمر سفر د افغانستان لپاره خورا مهم دی او دا امکان زیات دی چې پاکستان د سعودي له لارې د افغان د سولې لپاره نوي وړاندیزونه ولري.
دا معلومه نه ده چې پاکستان به تر کله پورې د خپلو ګټو لپاره په طالبانو باندې خپل تجارت کوي خو دا معلومه ده چې په دغه تجارت کې هغه پخوانۍ ګټه نه ده پاتې او داسې ښکاري چې پاکستان که خپل سر پوره کړي، نو هم به یې ګټه کړې وي.
زما په اند دغه سفر مهم دی او مهمې پایلې به ولري.
په دري ژبه یو متل دی چې وایی ګشنه ( ګرسنه ) در خانه تشنه در آمد ، نفس هر دو برآمد.
پرېږده چې پاکستان د وږي روس خواته ورشي چې دواړه تباه او برباد شي.