تاند: د ارشاد حج و اوقافو وزارت وايي، سږ کال له افغانستان څخه د حج د اداینې لپاره ۳۰ زره کسان ځي.

د ارشاد حج و اوقافو وزارت ویاند ناصرالدین دریځ وايي، له دغو ۳۰ زره حاجیانو څخه ۲۵ سلنه یې ښځې دي.

د نوموړي په خبره، ۲۶ زره حاجیان په خپلو پیسو د ازادې پچې اچونې له لارې حج ته ځي، خو شاوخوا شپږ زره نور په دولتي سهمیه کې حج ته استول کېږي.

د حج و اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له یو حاجي څخه ۲۷۰۰ ډالر د حج مصرف اخیستل کېږي، خو له دې کبله چې اهل تشیع حاجیان متفاوت او جلا خدمات غواړي نو له هغوی څخه ۵۰ ډالر زیات اخیستل کېږي.

ښاغلی دریځ وایي، سږ کال د افغانستان پر ټولو حاجیانو ۸۳ میلیونه ډالر لګښت راځي: (( موږ د حاجیانو لېږدونه د سرطان په ۲۰مه پیل کړې ده، تر اوسه مو اته پروازونه تللي دي، چې درې زره حاجیان یې مدینې منورې ته لېږدولي دي.))

د حج او اوقافو د وزارت د ویاند په وینا، سږ کال په ۳۰ زره حاجیانو سربېره د حاجیانو د هرې ۴۵ کسیزې ډلګۍ لپاره یو ښوونکی او ناظم هم مقرر شوی چې د ټولو شمېر ۶۸۰ کسانو ته رسېږي: (( موږ د حاجیانو د لارښوونې لباره کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات کې هم کمپونه پرانیستې دي او ګڼ پروازونه هم له دغو ولایتونو څخه لرو.))

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي د حکومت د اعلان کړیو شمېرو له مخې به سږ کال له سوریې پرته د ټولې نړۍ د مسلمانانو له ډلې یو میلیون او اته سوه زره کسان د حج فریضه ادا کړي.

سږ کال افغانستان ته د حج سهمیه ۳۰ زره، پاکستان ته ۱۸۰ زره، هند ته ۱۷۰ زره، بنګله دېش ته ۱۲۰ زره او ایران ۷۵ زره کسه حاجیان ورکول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *