د یمن حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان یو وار بیا ډرون برید کړی دی.

سعودي چارواکي وايي، دغه برید کوم مالي یا ځاني زیان نه دی اړولی، بلکې هوايي ځواکونو یې د خمیس مشیط پر لور راروانه ډرون الوتکه پرځولې ده.

خمیس مشیط کې د سعودي عربستیان مهم هوايي ډګر هم دی او داسې انګیرل کېږي چې د برید اصلي هدف به دغه هوايي ډګر و.

 تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ هم یمني حوثیانو د سعودي عربستان پر ابها هوايي ډګر برید کې یو کس وژلی او ۲۱ نور ټپیان کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *