تاند(یکشنبه، د حمل ۲۴) د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د عمرې مراسم یې لغوه کړي او ښايي راتلونکی دوبی د حج مراسم هم لغوه کړي.

سعودي عربستان د کورونا وایرسو د خپرېدو د خطر په خاطر په مکه او مدینه کې ۲۴ ساعته بندیز لګولی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي نړۍ د دغو دوو تر ټولو سپېحلو ځایونو زیارت وکړي.

د سعودي عربستان پاچا سلمان نن (یکشنبه) په خپل هیواد کې د کورونا وایرسو په خاطر د ګرځبندیز موده نوره هم اوږده کړه او ویې ویل چې دا پرېکړه یې د کورونا د خپرېدو اوسني حالت ته په پام کړې ده.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس (SPA) نن وویل، ټاکل شوې وه چې سبا (دوشنبه) په دغه هیواد کې ګرځبندیز پای ته ورسېږي خو د کورونا وایرسو د خپرېدو مخه نه ده نیول شوې نو دا موده غځول کېږي.

سعودي د کورونا وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ په ۲۳ نېټه ګرځبندیز اعلان کړ او د دغه هیواد د ۱۳ سیمو ترمنځ سفر یې منع کړ.

تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او نورو لویو ښارونو کې څلرویشت ساعته ګرځبندیز ولګاوه.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د عمرې مراسم یې لغوه کړي او ډېر احتمال شته چې د جولای په میاشت کې د حج مراسم هم لغوه کړي.

تر نن سهار پورې په سعودي عربستان کې د ۴ زره ۲۱۹ تنو کورونا تایید شوې او ۵۲ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په همدې حال کې تر نن سهار پورې په نړۍ کې (۱۷۸۰۴۴۰) تنه په کورونا اخته پېژندل شوي، ۱۰۸۸۳۴ تنه ورڅخه مړه شوي او ۴ لکه ۴۳۸۹ تنه ښه شوي دي.

اوس تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په دې وایرسو اخته دي.

په دغه هیواد کې په کورونا وایرسو د مړو شویو کسانو شمېر تر ایټالیا هم واوښت.

تراوسه پورې په امریکا کې تر ۲۰ زره زیات کسان په کورونا وایرسو مړه شوي او تر نیم ملیون زیات پرې اخته شوي دي.

د جان هاپکینز پوهنتون له شمېرنو سره سم، تر پرون ناوخته پورې په متحدو ایالتونو کې ۲۰ زره ۲۸۳ تنه په کورونا وایرسو مړه شوي او د ۵ لکه ۲۲ زره تنو کورونا تایید شوې ده.

د کورونا په وایرسو تر ټولو ډېر کسان په نیویارک ښار کې اخته شوي چې تر یولکو ۸۰ زره اوړي.

د امریکا په دې ستر ښار کې ۶ زره ۳۶۷ تنه مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *