تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ د سعودي عربستان جدې ته ورسېد او د دغه هیواد له چارواکو سره یې ولیدل.
د سعودي عربستان خبري اژانس وايي چې د افغانستان ولسمشر ته د جدې ښار په ملک عبدالعزیز هوايي ډګر کې د سعودي عربستان شهزاده او د مکې والي بدر بن سلطان بن عبدالعزیز او یو شمېر نورو سعودي چارواکو هرکلی ووایه.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۴ مه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشریزه په مکه مکرمه کې جوړېږي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ولسمشر غني سره یو جګپوړی پلاوی هم په دې سفر کې ملګری دی.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د اسلامي همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ د عُمرې حج ادا کړي او د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز السعود سره وویني.
ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان پاچا د افغانستان ولسمشر ته د پشلمي مېلمستیا وکړي.
WOW;DOCTOR ASHRAF GHANI WENT TO KAABAA&MAAKAH; respect to islamic honors;
TALIBS&KAZAI WENT TO MOSCOW( for visit linen statue)