رحیم الله مایار||
افغانستان کې تر اوولس کاله پرله پسې جګړې وروسته د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغان کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د سعودي په جدې ښار کې یوه ناسته را وبلله او افغان جګړه په کې فتنه وبلل شوه.
خو هغسې چې له دغې غونډې د خلکو هیله مندي وه، د یادې غونډې پایلې خلکو ته واضحې نه شوې، چې ښايي دلایل یې دوه وي. یو دا چې د افغانستان په استازیتوب دغې ناستې ته ورغلي کسان تکراري څېرې وې او بله دا چې سعودي عربستان په اګاهانه یا نا اګاهانه ډول پاکستان ته فرصت ورکړ، چې دا غونډه تخریب کړي.
له شک پرته چې د نړۍ تر بل هر اسلامي هېواد د افغان کړکیچ په حل کې د سعودي عربستان رول پياوړی دی؛ خو نه افغان حکومت دې فرصت ته ، د فرصت په بڼه وکتل او نه هم د افغان جګړې ښکیلو لوریو دغه لوري ته مخ واړاوه.
کال وړاندې په کابل کې د سعودي عربستان شاژدافیر په یوه مرکه کې وویل، چې سعودي تر دې وروسته طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري؛ خو وروسته بیا په دې اړه د سعودي دریځ له ریاضه روښانه نه شو.
خو طالبانو بیا همدې خبرې ته په غبرګون کې وویل، چې دوی له سعودي عربستانه نه د منځګړتوب هیله لري نه دا چې د جګړې اور ته لا زیاته لمن ووهي.
پوښتنه بیا داده چې ایا سعودي ته د منځګړیتوب لپاره تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو کوم وړاندیز هم کړی او که یوازې دا خبره په شعار کې پاتې شوې.
شننه داسې ده چې سعودي عربستان تر اوسه هم له پاکستان سره خورا نږدې اړیکې لرلې او په دې توګه ښايي د یاد هېواد په مشوره دوی منځګړتوب ته زړه نه وي ښه کړی؛ خو د افغان حکومت وړاندیز هم باید هیر نه شي چې تر اوسه دا کار نه دی شوی.
په دې کې هم شک نشته، که عربستان وغواړي پر پاکستان فشار راوړي تر څو طالبان د خبرو میز ته کیني نو دا خبر به یو څه نوره هم عملي شي؛ خو افغان حکومت هم په دې برخه کې د پام وړ سستي کړې ده.
حکومت د سولې پر شورا او ورته جوړښتونه تر ۸۰۰ میلونه ډالر ولګول؛ خو دوی ونه شوای کړای، چې لږ تر لږه یو طالب مشر هم د سولې خبرو ته کینوي.
که حکومت له لومړي سره د افغان جګړې مذهبي اړخ ته پام کړی واي، او د سولې شورا په څېړ جوړښتونه یې همدې موضوع ته متوجه کړې واي، نو ښايي د افغان جګړې مذهبي اړخ کلونه وړاندې ناروا بلل شوی وای.
اوس سره له دې چې ناوخته هم دي؛ خو د حرمینو د امامانو وروستۍ فتواګانې او د افغان جګړې فتنه بلل څرګندوي چې سعودي عربستان هم په یو ډول نور د افغان جګړې لپاره د حل لارې په فکر کې شوی دی.
که اوس د ولسمشر غني له تګلارې سره سم لومړی په دې تمرکز وشي، چې د افغان جګړې مذهبي توجیه له منځه لاړه شي، نو ددې کار لپاره تر ټولو غوره سرچینه سعودي عربستان دی.
دا هیواد کولی شي په بیا بیا د حرمینو د امامانو او اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له لارې د افغان جګړې مذهبي توجیه پای ته ورسوي.
په دې توګه به د افغان حکومت وسله وال مخالفین د خپلې جګړې تر ټولو لوی دلیل له لاسه ورکړي او بالاخره به د سولې د خبرو لپاره یو بل ګام هم اخیستل شوی وي.
تر ټولو اړینه بیا له سعودي عربستان سره د هغه اړخونو اړیکې دي، چې د سولې په برخه کې کار کوي.
که دا پاشل شوي سیاسي، مدني او ټولنیز جوړښتونه سره واحد او په ګډه یاد هېواد ته د جګړې د مذهبي توجیه د له منځه وړلو لپاره ټینګار وکړي، ښايي، هغه موخه په اسانۍ تر لاسه شي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې تر لاسه نه شوه.