تاند- سعودي عربستان باور لري چې افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او د ترهګرۍ قرباني دی.

دا خبره د سعودي عربستان مرستیال دفاع وزیر محمد عبدالله المزید وکړه.

المزید، چې د سعودي عربستان د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د کابل- ریاض د همکاریو او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی، پرون /دوشنبه/ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

 د سعودي عربستان مرستیال دفاع وزیر وویل، پخوا به پوځونو په جبهو کې له دښمن سره مخامخ په متعارفه جګړه کې مقابله کوله، خو اوس له تروریزم سره مبارزه کوي، چې دا کار یوازې له پوځي لارې شونی نه دی، بلکې باید د تروریزم د افکارو او ایدیالوژۍ پر ضد مبارزه وشي.

ده زیاته کړه، تروریستي ډلې هڅه کوي چې کسان جذب کړي او له هغوی څخه د وسیلې په توګه کار واخلي. خو باید د دغو ډلو د فعالیت مخه ونیسو او سرچینې یې وروچې کړو.

ده افغانستان له تروریزم سره د مبارزې د جبهې په لومړۍ کرښه کې وباله، ویې ویل چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی.

د افغانستان حکومت په ځلونو په سوله او ثبات کې د سعودي عربستان رول مهم بللی او له دغه هیواده یې غوښتي چې د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه له افغانانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان مرستیال دفاع وزیر وویل، د اړتیا په صورت کې به سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې او ثبات او د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې لپاره له افغانستان سره هراړخیزه همکاري وکړي.

ده ټینګار وکړ چې حکومت یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیت او ثبات د ټینګېدو په برخه کې همکارۍ ته تیار دی او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

د افغانستان ولسمشر د سعودي عریستان مرستیال دفاع وزیر ته وویل چې د تروریزم په باب د عربستان له تعریف سره موافق دی.

ده د تروریزم د محکومیت او د ترهګرو له افکارو سره د مبارزې په اړه د سعودي عربستان د دیني عالمانو فتوا اغېزمنه وبلله.

2 thoughts on “سعودي عربستان: افغانستان د تروریزم قرباني دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *