تاند- د سعودي عربستان له اعلانه وروسته د افغانستان سترې محکمې هم وویل چې سبا /سې شنبه/ د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.
د سعودي عربستان د شاهي حکومت سترې محکمې نن وویل چې ماښام مهال د دغه هیواد د (حوطة سدیر) په سیمه کې د شوال میاشت ونه لیدل شوه خو له دې راپوره وروسته په (تمیر) سیمه کې سپوږمۍ ولیدل شوه او د سعودي عربستان سترې محکمې تایید کړه.
نن د دې لپاره چې باور کېده، سبا به اختر وي، د سعودي عربستان په ګڼو سیمو کې بېلابېلې کمېټې د سپوږمۍ د لیدلو لپاره ګومارل شوې وي.
په دې حساب نن /دوشنبه/ د ۱۴۴۰ قمري کال د روژې د میاشتې ۲۹ ده او سبا /سې شنبه/ د شوال لومړۍ د کوچني اختر له لومړۍ سره برابره ده.
ټولو ته دې دا اختر مبارک او بختور وي.