تاند- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سې شنبې د ورځې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل.

له ریاض څخه د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې، د سعودي عربستان حکومت د افغانستان په ګردېز ښار او د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د سې شنبې د ورځې تروریستي او بې رحمانه انتحاري بریدونه، چې د لسګونو بېګناه مسلمانانو ژوند یې واخیست، په شدیدو الفاظو غندلی دی.

د سعودي د خبري اژانس د راپور له مخې، د عربستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د دغو خونړیو بریدونو او د لسګونو بېګناه افغانانو د شهادت په خاطر د افغانستان له حکومت او ولس سره خواخوږي څرګندوي او د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان له دولت سره پیوستون اعلانوي.

سعودي عربستان د افغان شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او هیله یې ښکاره کړې چې ټپیان د خدای تعالي په مرسته ژر تر ژره ورغېږي.

سعودي عربستان هم په ځلونو د طالبانو د ملاتړې ډلې القاعده له لوري له تروریستي بریدونو سره مخامخ شوی او په سلګونو اتباع یې د دې تروریستي ډلې د تروریزم قرباني شوي دي.

2 thoughts on “سعودي عربستان د افغانستان تروریستي بریدونه په شدیدو الفاظو وغندل”
  1. غندل نه غندل یې مهم نه دي… آل شیطان ۴۰ کاله مخکې د افغانانو سرونو کې د لیوني سپي جنون (جهاد) پوو کړ چې اشراري او ټآلیبي جنایتونه ټول د دغه لیوني سپي جنون بیروني علایم دي. آیا داسې ډاکترشته چې دغه جنون راتداوي کړي؟

  2. غندنه پکار نه ده. نړۍ بايد دا حرمونو او شرمېدلو ته لاس په کار شي. دوی نه خدای پېژني نه رسول، او په هېڅ انساني او اخلاقي معيارونو باورنه لري. يو تعداد کونيان او بې نصبه خلک دي چې د افغانانو له وژنې خوند اخلي. دپاکستان په موردګاو خانو کې جهاد نه کوي خو د افغانستان په مسجدونو کې يې کوي. خپله کوني ورکوی. بې ريشان ساتي خو نورو ته اسلامی اصول ښيي. ستاسو په خاندان يې در ومنډم.
    په کوم مخ په دې خلکو حکومت کوی. فکر کوی چې خلک به ستاسو زشت او بليد اعمال هېر کړي. داسي به نشي. وخت به يې له خیره راشي. له تاسو حرمونو سره به حساب او کتاب وشي. که افغانان مو خوشی کړی نريوال به مو پرې نږدي چې خوشحاله ورځ وکوری. الله مو وشرموه سره له دی چې تاسو کونيان شرم نلری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *