تاند- سعودي عربستان غواړي چې له فساد سره د مبارزې په لړ کې د حساب و کتاب لړۍ د پاکستان تر پخواني صدراعظم نوازشریف پورې وغځوي.

سعودي عربستان، چې له خپلو شیخانو سره جدي حساب کتاب پیل کړی، غواړي چې د فساد په قضیو کې د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف په اړه هم تحقیقات وکړي.

نوازشریف د صدارت په تېره دوره کې، وروسته له دې چې د پروېزمشرف له لوري له واکه لېرې کړای شو، څو کاله په سعودي عربستان کې جلاوطنه و.

پاکستاني رسنۍ د سعودي عربستان د سرچینو په قول وايي چې د دغه هیواد پاچا سلمان امر کړی چې د فساد پر ضد په تحقیقاتو کې دې د پاکستان له پخواني صدراعظم نوازشریف څخه هم پوښتنې – ګروېږنې وشي.

دغو رسنیو ویلي چې په سعودي عربستان کې هم پر نوازشریف د فساد تورونه شته.

نوازشریف او ګوند یې تراوسه پورې د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه دي ویل شوي چې پر نوموړي د څه ډول فساد تور دی.

دغه راز ویل شوي چې د نوازشریف ترڅنګ د لبنان د صدراعظم سعد الحریري او د بنګله دېش د صدراعظمې خالده ضیا په اړه هم په سعودي عربستان کې د فساد په تړاو د تحقیقاتو امر شوی دی.

نوازشریف سږ کال د فساد په قضیو کې د لاس لرلو په خاطر د پاکستان د سترې محکمې له لوري له واکه لېري شو.

نوازشریف د محکمې پرېکړه رد کړې او هغه یې په سیاسي انګېزه بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *