تاند- سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړه چې ښځې په پوځ کې د افسرانو او سرتېرو په توګه کار کولی شي.
سعودي عربستان جدي اصلاحات پیل کړي چې ځان د متمدنې نړۍ سیال کړي.
د سعودي عربستان په پوځ کې د ښځو د نوم ثبتونې لپاره وروستۍ نېټه د پنجشنبې ورځ /د مارچ لومړۍ/ ټاکل شوې ده.
سعودي عربستان په پوځ کې د ښځو د ګډون لپاره ۱۲ شرطونه ایښي دي لکه؛ په پوځ کې د شمولیت لپاره پکار ده چې د تقاضا کوونکې عمر د ۲۵ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او منځنۍ زده کړې یې کړي وي.
د هغوی د ونې یا قد په اړه ویل شوي چې باید لږترلږه ۱ متر او ۵۵ ساتني متره وي او وزن یې هم د ونې په تناسب زیات نه وي.
دغه راز ویل شوي، هغې ښځې چې له سُني مسلمانانو پرته له بل چا سره واده کړی وي او یا د جرم سابقه ولري، په پوځ کې د شاملېدو غوښتنلیک نه شي لېږلی.
سعودي عربستان په وروستیو کې د ښځو د ازادیو په برخه کې ګڼ اقدامات کړي چې د هغو په منځ کې د موټر چلولو اجازه، د ورزشي سیالیو د لیدلو لپاره لوبغالو ته د تګ اجازه او دغه راز سینما او تیاتر ته د تګ اجازه یادولی شو.
سعودي عربستان دا هم ویلي چې یو ستر تفریحي ښار جوړوي چې بې شمېره سینماکانې او تیاترونه به لري.
https://www.facebook.com/radio.farda/videos/10156218377233841/
وه خلکلو! تاسو وګورئ کوم بل پیغمبر و بل کتاب به راکوز شوي وي، کنه آل شیطان خو په همدې کتاب په افغانستان کې د ښځو تعلیم څه چې له سره انسانیت حرام کړی وه او د نسل افغان قصابي یې لوی ثواب ګرځولې وه. ګپ مره باور نمیکنین، پغمان ته لاړ شئ د اسامه مرشد غلام رسول سیاف به درته ټوله کیسه تیره کړي هههه